د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام؛ انګلستان ایران ته ۶-۲ ماتې ورکړه


د ۲۰۲۲ کال د قطر نړیوال جام په ب ګروپ کې د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) انګلستان ایران ته ۶-۲ ماتې ورکړه.

دا د فوټبال په تاریخ کې د ګولونو د شمېر لمخې د ایران تر ټولو ستره ماتې ده. د ایران د فوټبال ملي ټیم چې د خپلو تاکتیکونو او د لوبې د انداز له مخې "د اسیا برازیل" په نوم پیژندل کیږي، خو داسې ښکاري چې نن نه یوازې بخت ورسره ملګری نه وو بلکې ایراني لوبغاړي هم ونه توانیدل چې منځنی میدان ښه تنظیم کړي او له خپلې دروازې څخه دفاع وکړي.

د ایران پر لوبغاړو ذهني فشار هغه مهال زیات شو چې لومړنی ګول کیپر یې د لوبې په لومړیو دقیقو کې په پوزه له ټپي کېدو وروسته له میدان څخه ووت او ورسره د انګلستان ټیم هم خپل بریدونه پیاوړي کړل.

شنونکي وايي د ایران "په منځنۍ کرښه کې تشو او کمزورې دفاعي کرښې" د انګلستان لوبغاړو ته د مسلسلو ګولونو وهلو لار پرانیستله.

د انګلستان له لوري لومړی ګول د لوبې په ۳۵مه دقیقه کې د انګلستان ۲۲ نمبر لوبغاړي بیلنګهم وواهه. دوهم ګول د لوبې په ۳۵مه دقیقه کې د انګلستان بریدګر لوبغاړي ساکا او دریم ګول په ۴۶مه دقیقه کې د انګلستان لسم نمبر لوبغاړي، سټرلینګ ترسره کړ.

دا د انګلستان ملي ټیم دپاره د سټرلینګ شلم ګول وو.

په دوهمه نیمایي کې د ایران ملي ټیم د ځینو لوبغاړو له بدلولو وروسته دفاعي لوبه غوره کړه خو له دې سره سره، په ۶۲، ۷۱ او ۹۰مه دقیقه کې د انګلستان ساکا، شیفورډ او ګریلیش درې نور ګولونه ووهل.

په دویمه نیمايي کې د ایران لوبډلې څو ځلې د دفاعي کرښې او د انګلستان د ګول کیپر لپاره د ستونزو د رامنځته کولو هڅه وکړه. د لوبې په ۷۱مه دقیقه کې د ایران لوبغاړي مهدي طارمي د خپلې لوبډلې لومړی ګول وواهه.

د لوبې په وروستیو ثانیو کې ایران لوبډلې پینالټي ترلاسه کړه او د ایران نهم نمبر لوبغاړي مهدي طارمي وکولای شول چې له دې لارې خپل دویم ګول ووهي.

څارونکي په دې باور دي چې که ایران وکولای شي د ویلز او امریکا د بریدګرو لوبغاړو د نفوذ د مخنیوي لپاره خپله دفاعي کرښه پیاوړې کړي، د امریکا او ویلز په وړاندې په خپلو راتلونکو دوو سیالیو کې به ښه نتیجه ترلاسه کړي.

په ب ګروپ کې د ایران د ملي ټیم راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ د نومبر ۲۵د ویلز له ټیم سره ده.

د دوشنبې د ورځې پاتې دوه سیالۍ د هالنډ او سینیګال او امریکا او ویلز لوبډلو ترمنځ دي.

XS
SM
MD
LG