د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې ۱۵ افغان سرتیري د طالبانو له زندان څخه تښتیدلي


بادغیس ولایت کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، ۱۵ تنه افغان سرتیري چې د امنیتي ځواکونو مختلفو قطعاتو پورې تړاو لري او د تیر یو کال راهیسې له وسله‌والو طالبانو سره په بند کې وو، د دغې ډلې له زندان څخه په تیښته بریالي شوي دي.

د بادغیس والي د دفتر رئیس خالد صافی وايي، دغه شمیر سرتیري د بادغیس په مُقر ولسوالۍ کې له طالبانو سره په بند کې وو او تیره شپه له تیارۍ څخه په استفادې تښتیدلي دي.

د بادغیس ولایت د سرحدي پولیسو د پنځم کنډک قوماندان سمونوال عبدالغفور محمودي وايي، د دغو سرتیرو له خوا د سې‌شنبې ورځې د سهار په دریو بجو د مُقر ولایت د عمرزیو د کلي د سنګ آتش له سیمې څخه له ټیلفوني اړیکې وروسته، له هغوی سره د مرستې لپاره سیمې ته ورغلل.

سمونوال محمودي زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دغو سرتیرو کې، اته تنه د بادغیس د ملي اردو د دریمې لوا، درې تنه د عامه ساتنې لوا او دوه تنه د جوند ولسوالۍ سرتیري شامل دي.

د هغه پر وینا، دغه سرتیري اوسمهال د سرحدي پولیسو د "سنګ‌ آتش" په پوسته کې دي او ټاکل شوې چې نن د چهارشنبې په ورځ له مُقر ولسوالۍ څخه د بادغیس مرکز قلعه نو ته ولیږدول شي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ي ویلي.

XS
SM
MD
LG