د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې ۱۵ ماین‌پاکان تښتول شوي


له تیرو ۳۰کلونو راهیسې په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ کار روان دی، خو لا هم په دې هیواد کې په ډیرو سیمو کې ماینونه شته.
له تیرو ۳۰کلونو راهیسې په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ کار روان دی، خو لا هم په دې هیواد کې په ډیرو سیمو کې ماینونه شته.

د هرات سیمه ایز چارواکي وايي، تیره ورځ ناپیژندو وسله‌والو د هیلوټرسټ په نوم د ماین‌پاکۍ موسسې ۱۵ کارکوونکي د دغه ولایت په کوهسان ولسوالۍ کې تښتولي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د دې پښې د پخلي تر څنګ امریکا غږ ته وویل، چې د امنیتي ارګانونو له خوا د تښتول شوو ماین پاکانو د ژغورنې عملیات پیل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د تښتول شوو کسانو د ژغورنې لپاره د قومي مشرانو له خوا هم هڅې روانې دي.

دا پیښه تیره ورځ مازدیګر مهال د کهسان ولسوالۍ په شبش سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

که څه هم لا تر اوسه د ژغورنې د هڅو په ترڅ کې د تښتول شوو کسانو څرک نه دی معلوم شوی، خو د هرات پولیس وايي چې له کشفي ارګانونو سره په ګډه د دغو کسانو د خلاصون لپاره لاس په کار شوي دي.

لا تر اوسه د دې پیښې مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

افغانستان یو له هغو هیوادونو دی، چې لا هم د ماین چاودنې د دغه هیواد له اوسیدونکو قُرباني اخلي.

د ماین‌پاکۍ د ادارو د معلوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا سل تنه په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو له امله قرباني ورکوي، چې له نیمايي زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.

په اوس وخت کې د ماین‌پاکۍ نږدې ۲۰ موسسۍ په افغانستان کې فعالیت کوي، چې شاوخوا اته زره کارکوونکي لري.

له ماینونو څخه د پاک افغانستان د پلان له مخې، چې په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شوی، ټاکل شوې چې دا هیواد تر ۲۰۲۳ کاله پورې له ماینونو څخه پاک شي.

له دې مخکې د ماین‌پاکۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي وو، چې د دغه لس کلن پلان د عملي کولو لپاره افغانستان ۳۹۰ میلیون ډالر ته اړتیا لري.

د ماین‌پاکۍ د مسئولینو پر وینا، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالي د دوی پر چارو ناوړه اغیزه کړې ده.

له تیرو دیرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ موسسې فعالیت کوي خو لا هم په دې هیواد کې ډیرې سیمې شته چې په کې ماینونه موجود دي

XS
SM
MD
LG