د لاس رسي وړ اتصالات

نږدې ۱۵زره افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه ستانه شوي


د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) وايي، چې د روان عیسوي کال د جون په وروستۍ اونۍ کې، نږدې ۱۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي او یا ایستل شوي دي.

دغه سازمان په یو تازه ریپوټ کې ویلي، چې دغو راستنېدونکو کډوالو په ایران او پاکستان کې د مهاجرت قانوني اسناد نه درلودل، چې لویه برخه یې په ایران کې میشت وو.

په ریپوټ کې راغلي "په مجموع کې ۱۳ زره او ۹۹۳ بې‌اسناده افغان مهاجر، په خپله خوښه راستانه شوي دي او یا هم د هرات د اسلام‌قلعې او نیمروز له پولو څخه د جون میاشتې له ۲۴ څخه تر ۳۰ پورې ایستل شوي دي، چې له دې وړاندې اونۍ په پرتله ۲۴ فیصده زیاتوالی ښيي".

د مهاجرت نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې د جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې ۱۲۳۵ افغانان چې په پاکستان کې یې د مهاجرت قانوني اسناد نه درلودل، د تورخم او سپین‌بولدک دروازو له لارې افغانستان ته راغلي او یا ستنول شوي دي.

د دغه سازمان د شمیرو له مخې، د روان عیسوي کال د جنوري میاشتې له پیل څخه د جون تر پایه پورې، ۳۶۲زره او ۴۹۹ افغان مهاجر، له ایران څخه او ۱۷ زره نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي او یا شړل شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت د شمیرو پر بنسټ، لا هم شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مهاجر دي، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG