د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگله دیش کې یخنۍ٥٠ تنه وژلي


د بنگله دیش روغتیایي مقاماتو ویلي دي چې پدې هیواد کې سړې هوا لږ تر لږه ٥٠ تنه وژلي دي.

نن د ډسمبر په ٢٩ د بنگله دیش په شمال سرحدي ښار تیتولیا کې د هوا درجه د سانتیگراد ۴.٥ درجو ته ټیټه شوې ده.

روغتیایي مقاماتو ویلي دي چې د بنگله دیش په گوټ گوټ کې د روان کال د نومبر له لومړۍ نیټې نه د دسمبر تر ٢٨ پورې لږ تر لږه ١٧ تنه په سختې تنفسي ناروغۍ باندې د اخته کیدو او ٣٣ تنه نور د نس ناستي او نورو امراضو په وجه مړه شوي دي.

روغتونونه د زیات شمیر هغو ناروغانو په درملنه بوخت دي چې د سړې هوا اړوند بیماریو لکه انفلوانزا،‌ سینه بغل او د بدن د اوبو د کمبود له وجې یې روغتونونو ته مراجعه کړې ده.

د بنگله دیش یو روغتیایي مقام عایشه اختر وایي چې اکثر ماشومان او د زیات عمر لرونکي کسان په سینه بغل اخته شوي دي.

مقاماتو ویلي دي چې سړې هوا تر ډیره حده کارگران او لږ عاید لر،نکې کورنۍ ځپلي دي، ځکه هغوی د ژمي لپاره تودې جامې نلري.

د بنگله دیش د هوا پیژندنې اداره وړاندوینه کوي چې د سړې هوا څپې به څو ورځې نورې هم دوام وکړي.

په بنگله دیش کې پنډ غبار د الوتکو د پروازونو د ځنډیدو سبب شوی او ځنې الوتکې مجبورې شوي چې په نورو هوایي ډگرونو کې ښکته شي.

XS
SM
MD
LG