د لاس رسي وړ اتصالات

افغان هندوان او سیکان: طالبانو پرې نښودو خپل مقدس کتابونه د ځان سره هند ته یوسو


افغان سیکان د خپل مقدس کتاب سره.
افغان سیکان د خپل مقدس کتاب سره.
د افغان سیکانو او هندوانو یوه ډله چې د هند لپاره د تګ ویزې یې تر لاسه کړې وې، د آریانا هوایي شرکت په یو ځانګړې الوتکې کې د هند پایتخت نوې ډهلي ته ورسیده.

د هند تریبون خپرونې په راپور کې ویل شوي چې په هند کې د سیکانو د معبدونو د چارو د تنظیم یوې ادارې ددې هندوانو او سیکانو سفر تنظیم کړی و.

د دې ادارې مشر هرجیندر سینګ دهامي د تریبون خپرونې ته ویلي چې طالبانو د دې کسانو ته اجازه نه وه ورکړې چې د سیکانو مقدس کتابونه د ځان سره یوسي.

تر دې وړاندې د افغان سیکانو د یوې بلې ډلې سره هم چې شمیر یې ۶۰ تنو ته رسیده او د همدې روانې سپټمبر د میاشتې په ۱۱ مې هند ته لیږدل شوي و،طالبانو نه و پریښي چې خپل مقدس کتابونه د ځانونو سره یوسي.

د تریبون ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو د افغان سیکانو څخه غوښتي و چې د خپلو مقدسو کتابونو د انتقال لپاره باید د بهرنیو چارو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو څخه اجازه واخلي.

هرجیندر سینګ دهامي د طالبانو پدې پریکړې مایوسي ښودلې او ویلي یې دي چې د هند د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزارت څخه به وغواړي چې د افغاستان د چارواکو سره اړیکه ونیسي تر څو افغان سیکانو ته اجازه ورکړل شي چې خپل مقدس کتابونه هند ته د ځانونو سره یوسي.

پدې ۵۵ کسانو کې چې هند ته یوړل شوي، ۳۸ یې مشران، ۱۴ ماشومان او ۳ نوي زیږیدلي ماشومان دي او د یکشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د ایندرا ګاندهي په نړیوال هوایي ډګر کې ښکته شول.

په هند کې د سیکانو د معبدونو د چارو د تنظیم اداره، د هند نړیوال فورم او د بهرنیو چارو وزارت په ګډه د افغانستان څخه د سیکانو او هندوانو د ایستلو په چارو کې همکاري کوي.

د هند د نړیوال فورم مشر پونیت سینګ چنډوهک د تریبون خپرونې ته ویلي چې لا هم په افغانستان کې ۴۳ هندوان او سیکان پاتې دي.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د افغانستان هندوانو او سیکانو په ۳۲ ولایتونو کې ۱۶۲ معبدونه درلودل (پرته له بدخشان او پنجشیر)؛ مګر د دوی له سلو څخه ډیر معبدونه غصب شوي دي.

په وروستیو کلونو کې په هندوانو او سیکانو باندې په بریدونو کې تر ۴۰ ډېر افغان هندوان او سیکان وژل شوي دي.

د دې مذهبي اقلیت په ډلې تازه برید د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې وشو چې دوه تنه پکې ووژل شول او ۷ نور ټپي شول.

له برید وروسته، یو شمیر رسنیو راپور ورکړ چې ګواکې د هند حکومت تصمیم نیولی چې سمدستي دې دیني لږکیو ته الکترونیکي ویزې صادرې کړي.

خو د افغانستان په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو پخواني استازي، نریندرسینګ خالصه امریکا غږ ته وویل چې ددې اقلیت غړي له میاشتو راهیسې د هند ویزو ته انتظار باسي.

ښاغلي خالص زیاته کړه: "اووه میاشتې وړاندې مو د هند حکومت ته د ۲۰۰ کسانو نوملړ واستاوه او د ویزو غوښتنه مو وکړه، خو تر اوسه مو د هند له حکومت څخه څه نه دي اورېدلي. موږ هم اورېدلي چې هند ویزې ورکوي، خو تر اوسه هیڅ رسمي مسله نشته."

د هندوانو او سیکانو ستونزې

د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ مشر عبدالله احمدزی وايي، د افغان هندوانو او سیکانو ستونزې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو او د مجاهدینو له راتګ وروسته پیل شوې، د دوی ډېری شتمنۍ غصب شوې او د کار او زده کړو زمینې یې محدودې شوې.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: "د طالبانو د لومړۍ دورې له سقوط وروسته هم د افغانستان د هندوانو او سیکانو د جایدادونو غصب دوام درلود؛ خو د جمهوریت په دوره کې د افغانستان د سیکانو او هندوانو د جایدادونو د بیرته ورکولو، ټولنیزو ازادیو او د هغوی د حیثیت د اعاده کولو لپاره کومه هڅه نه وه شوې او یا لږ تر لږه ما نده لیدلې او کوم سند هم پدې هکله نشته."

XS
SM
MD
LG