د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو د امنیت لپاره ۵۴زره افغان ځواکونه توظیف شوي


د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره، ټول افغان ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او په دې برخه کې بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۲) له دفاع وزارت سره د انتخاباتو د امنیت په اړه یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، چې ټولو امنیتي، استخباراتي او عملیاتي ارګانونو ته لارښونه شوې، څو هغه راز چې خلک تمه لري، د انتخاباتو د ملي پروسې امنیت ټینګ کړي.

هغه زیاته کړه "دقیقاً د دغې ملي او مهمې پروسې لپاره، د ۵۱۰۰ مرکزونو لپاره او د ۲۱۰۰۰ محلونو لپاره، ۵۴زره امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي، چې د دغې ملي او مهمې پروسې امنیت وساتي، یعنې په توله کې ټول امنیتي ځواکونه، ټول دفاعي ځواکونه، ټول کشف او استخبارات، حتی موږ دا ویلی شو، چې هوايي ځواکونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په برخه کې او په دغو ورځو کې چې دا پروسه روانه ده دوی به د امنیت ټينګښت کوي".

ښاغلي رحیمي دغه راز وویل، چې ټولو امنیتي ځواکونو ته د کاندیدانو د امنیت ساتنې لپاره هم لازمې لارښوونې شوې دي.

هغه له کاندیدانو څخه وغوښتل، چې د دوی د ښه امنیت ساتنې لپاره، د خپل کمپاین د غونډو له جوړولو وړاندې، امنیتي ځواکونو ته خبر وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د یو نوماند د انتخاباتي کمپاین پر غونډې ځانمرګي برید ته په اشارې وویل، چې د دغې غونډې په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر نه وو ورکړل شوی.

په دغه برید کې ۱۴ تنه ووژل شول او له څلویښتو زیات نور ټپیان شول.

د یرغلیزو عملیاتو زیاوالی

د ولسي جرګې د انتخاباتو په درشل کې، د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو د دولت د وسله‌والو مخالفینو په ضد خپل یرغلیز عملیات زیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وویل "۳۶ فیصده زیاتوالی په دغو تهاجمي او تعرضي عملیاتو کې په ځانګړي توګه د ځانګړو ځواکونو له خوا او دفاعي ځواکونو له خوا زیات شوي، چې ښه موثریت درلودلی دی. دا کوم نسبي امنیت چې په دې وروستیو کې په کابل کې راغلی دی او په افغانستان کې راغلی دی، د دغو عملیاتو نتیجه ده".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید، په تیره یوه اونۍ کې د افغان ځواکونو یرغلیز عملیات ګټور وبلل او وې ویل، چې په دغو عملیاتو کې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه "د یوې اونۍ په جریان کې د دښمن ۳۱۸ تنه په هوايي او ځمکني عملیاتو کې وژل شوي، ۹۶ تنه یې ټپیان دي، همدارنګه د دوی ۳۷ تنه نیول شوي، ۱۳ پټنځایونه د دوی له منځه تللي دي، د مخدره توکو دوه کارخانې له منځه تللي دي او همدارنګه هغه هوايي او ځمکني عملیات چې د داعش په وړاندې روان دي، په هغې کې ۵۱ تنه داعش وسله‌وال هم وژل شوي دي".

د افغانستان دفاع وزیر جنرال طارق‌شاه بهرامي د چهارشنبې په ورځ په یو ویډیويي پيغام کې وویل، چې افغان ځواکونه به د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره په ناامنو سیمو کې نوي تصفیوي عملیات ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG