د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه لغمان ته غځیدلې


د لغمان ولایت سربیره د داعش او طالبانو د ډلو ترمنځ د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده.
د لغمان ولایت سربیره د داعش او طالبانو د ډلو ترمنځ د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده.

د ننګرهار ولایت له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه وروسته اوس د لغمان الینګار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې چېپه کې دواړو ډلو ته مرګ ژوبله هم اوړیدلې ده.

ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل چې د نورلام درې په "کونده ګل" سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش او طالب وسله والو تر منځ له تېرې ورځې راهیسې جګړه پیل شوې ده.

ډګرمن فقیري وویل:" د طالبانو دوه قوماندانان مبارز او محراب په دغه جګړه کې وژل شوي او داعش ته د اوښتو تلفاتو مالومات تر اوسه نه دي شوي".

د لغمان ولایت یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په شوې جګړه کې طالبانو او داعش ته اوښتې مرګ ژوبله ډېره ده.

دغې سرچینې دا هم وویل چې طالبان او داعش ډلې په دې سیمه کې د یوې بلې خپلمنځي جګړې او د مقابل لوري د ځپلو لپاره له نورو سیمو څخه د خپلو وسله والو په راټولولو بوخت دي.

د سیمې ځینو اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي دي چې داعش ډلې د کونړ له چپې درې او نورو سیمو څخه د خپلو داعشي ملګرو پر راټولو لګیا دي او مقابل کې طالبان هم د لغمان له نورو ولسوالیو نه د داعش ډلې د ماتولو پسې د وسله والو په راټولولو لیګیا دي.

خو حکومتي مقامات وايي د دواړو ډلو د له منځه وړلو پسې به عملیات وکړي.

دا د ننګرهار ولایت له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه وروسته لغمان کې د طالبانو او داعش ډلې لومړنۍ مخامخ جګړه ده چې کوي یې.

تر اوسه داعش او طالبانو ددغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د لغمان ولایت الینګار هغه ولسوالۍ ده چې ډېرې سیمې یې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي او څو میاشتې وړاندې دغې ډلې له همدغې ولسوالۍ نه د مرکز مهترلام د نیولو هڅه کوله چې وروسته حکومتي قواوو بېرته په شا کړل.

XS
SM
MD
LG