د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ له لارې په نشه يي توکو د اعتیاد د مخنیوي هڅې


په ننګرهار کې د کرکټ بورډ سیمه ایز مسؤل بختیار ساحل وایي که څه هم د مخدره موادو پرضد د اړونده ادارو له لوري ځانګړي پروګرامونه نه لري خو د خپل بورډ له خوا غواړي ځوانان د کرکټ له لارې له نشه يي توکو لرې وساتي.

هغه وایي دوی کله ناکله په څرګند ډول د مخدره موادو د زیانونو په اړه هم د لوبو د پیل او پای مراسمو کې ځوانانو ته عامه پوهاوی وړاندې کوي.

بختیار ساحل وایي چې دوی هڅه کړې چې په ښار کې په دوامداره توګه ځوانانو ته د کرکټ سیالۍ برابرې کړي.

دی زیاتوي په منځنۍ کچه هره ورځ تر پنځوسو ډېرې سیالۍ یوازې ښار کې ترسره کېږي چې په زرګونه ځوانان یې له مخدره موادو له کارولو ساتلي دي.

بختیار ساحل وایي چې دوی په اوسط ډول تر دوه سوو ډېرې د کرکټ سیالۍ په ولسوالیو کې پر لار اچوي چې زرګونه کلیوال ځوانان یې د لوبغاړو او سیلانیانو په توګه ګډونوال وي.

د ده پر وینا د کرکټ لوبو له لارې د مخدره موادو پرضد د ښه عامه پوهاوي پروګرام یې پیل کړی او پایلې یې تر دې دمه ښې دي.

د کرکټ لوبې مینه وال هم وایي چې سپورټ یې پر جسمي ګټو سربېره له مخدره موادو ډېر لرې ساتلي او کوښښ کوي چې د مخدره موادو کارولو پرضد سپورټ ته د ځوانانو را اړولو په برخه کې کار وکړي.

په ننګرهار کې کرکټ لومړنۍ لوبه ده چې تر نورو هغو ورته د ځوانانو پام ډېر دی او نږدې په هره سیمه کې یې سیالۍ لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG