د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې داعش او د طالبانو ډلو ترمنخ جګړه شوې


د تیر یوکال راهیسې د زابل د خاک افغان ولسوالۍ د مخالفو وسله والو تر بریدونو لاندې ده
د تیر یوکال راهیسې د زابل د خاک افغان ولسوالۍ د مخالفو وسله والو تر بریدونو لاندې ده

د خاک افغان ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي وايي چې جګړه د ملا اختر محمد منصور او ملا منصور دادالله د پلویانو ترمنځ ده او هره یوه يې هڅه کوي چې بله ډله له سیمې څخه وباسي .

امنیتي سرچینې وايي چې د ملا اختر محمد منصور د ډلې وسله وال طالبان هم د داعش جنګیالیو او هم د خپلې رقیبي ډلې ملا محمد رسول په مشرۍ د ملا دادالله منصور د پلویانو پر ضد جنګیږي .

د خاک افغان ولسوالۍ اوسیدونکي عبدالله اشنا رادیو ته وويل چې ملا اختر محمد منصور ته وفادارو وسله والو طالبانو لومړی ځايي خلګو ته ذهنیت ور کړ چې د داعش جنګیالیو پر ضد جګړه کوي خو له دې سره يې پر یوه وخت د ملامنصور دادالله ته د وفاداروسله والو طالبانو پر مورچو هم بریدونه پيل کړل.

ملا منصور دادالله چې د ملا اخترمحمد منصور مشري نه مني او د پاکستان ضد موقیف يې نیولی ، له تیر یوه کال راهیسې د زابل په شمال غرنۍ ولسوالۍ خاک افغان ( کاکړان ) ولسوالۍ کې اوسیږي .

هغه په قبایلي لحاظ له ځايي خلګو سره عزیزګلوي لري او د باور وړ سیمه يې ده .

د زابل د ولایتي شورا غړی اسدالله کاکړ اشنا رادیو ته وويل چي ځينې ولسي خلک د داعش او وسله والو طالبانو ، او د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د جګړې له ویرې له سیمې څخه ګډوال شوي .

نوموړي زیاته کړه چې پدې باب دقیق ارقام په لاس کې نلري .

د زابل د امنیت امرسمونوال غلام جیلاني فراهي اشنا رادیو ته وويل چې کشفي معلومات ښيي چې د ملا اخترمحمد منصور ته وفادارو وسله والو طالبانو له نورو سیمو څخه هم خپل جنګیالي د خپلې سیالې ډليې ملا منصور دادالله د مقابلې لپاره په خاک افغان ولسوالۍ کې را ټول کړي دي .

خاک افغان د زابل په شمال ۱۵۰ کیلو کې غرنۍ ولسوالي ده چې له غزني او اروزګان ولایتونو سره ګډه پوله لري .

یاده ولسوالي له تیرو ۱۲ کالو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه بهر ده چې له تیر یوه کال راهیسې پکښې د داعش وسله والو فعالیتونه هم پیل کړي دي .

یادي ولسوالۍ ته هغه مهال پام لا زیات شوو چې د داعش جنګیالیو د کابل کندهار له لويې لارې څخه ۳۱ مسافر یرغمل کړه او د ساتل کیدو ځای يې خاک افغان ولسوالۍ و ښودل شوه .

د ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو د ډلي ویاند ملا عبدالمنان نیازي رسنیو ته ويلي چي د دوی د ډلي پر مرستیال ملا دادالله منصور باندې د دوی رقیبي ډلې ته وفادارو وسله والو طالبانو بریدونه کړي .

خو د ملا اختر محمد منصور د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته پدې باب بې خبري ښودلې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG