د لاس رسي وړ اتصالات

د «ناګورنو قره باغ» نښته؛ افغانستان د اذربایجان ملاتړ وکړ


دغه نښتې تیره ورځ پيل شوي دي.
دغه نښتې تیره ورځ پيل شوي دي.

افغان حکومت په «نګورنو قره باغ» کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ د سوله ییز هواري غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه سپټمبر۲۸(تلې اوومه) په خپره کړې اعلامیه کې په «نګورنو قره باغ» د نښتو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د «ناګورنو قره باغ» سیمه په نړیواله سطحه د اذربایجان د برخې په توګه پيژندل شوې، افغانستان د نګورنو قره باغ د اشغال د پای ته رسېدو غوښتونکی دی، په دې برخه کې د اذربایجان د خلکو، دولت او نړیوالو د هڅو ملاتړ کوي."

د بهرنیو چارو وزارت په دغه سیمه کې د اوربند او جګړې ختمېدو غوښتنه کړې ده.

د اسوشېټيډ پریس خبري اژانس د معلوماتو په اساس دغه نښتې چې تیره ورځ پیل شوي تر دا مهاله ۱۸تنه پکې وژل شوي دي.

د ناګورنو قره باغ جلاغوښتونکې سیمې د دفاع وزارت ویلي چې د اذربایجان څلور هلیکوپترې او ۳۳ ټانکونه او نور پوځي وسایل يې په نښتو کې له منځه وړي دي.

یاد وزارت ویلي چې په دغه نښته کې ۱۶ امنیتي سرتیري او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

پدې ترڅ کې ارمنستان په هیواد کې پوځي حالت اعلان کړی او د هیواد نارینه اوسیدونکي یې تنظیم او په وسلو سمبال کړي دي.

پر همدې مهال د امریکا متحده ایالاتو هم د دواړو هیوادونو تر منځ د جګړې بندولو غوښتنه کړې ده او رامنځته شوی تاوتریخوالی یې غندلی دی.

XS
SM
MD
LG