د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د کانال د ځمکو پر سرطالبانو په خپل منځ کې جګړه کړې


دننګرهار ولایت کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ترمنځ دا جګړې د عمبرخانې په سیمه کې پیښې شوي دي.
دننګرهار ولایت کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ترمنځ دا جګړې د عمبرخانې په سیمه کې پیښې شوي دي.

چارواکي وایي، د ننګرهار کانال د ځمکو د کنټرول په سر د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ له تیرې ورځې په پیل شوې جګړه کې شپږ تنه طالب وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دوو ګرپونو د ننګرهار د کانال ریاست اړوند د زیتونو د باغونو د کنټرول پر سر خپلو کې جګړه پیل کړې چې شپږ کسان پکې وژل شوي او اته نور زخمیان دي.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد امریکا غږ ته وویل چې له تېر مازیګر راهیسې د فیصل او سیف الدین په نومونو د طالبانو دوو قومانانو د ننګرهارد کانال د باغونو پر سر خپلو کې جګړه پیل کړې چې په ترڅ کې یې د طالبانو د کانال رئیس غلام حضرت او مومندرې لپاره د طالبانونومول شوی ولسوال قاري محمد په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور زخمیان دي.

ولسوال غالب وايي چې جګړه د ننګرهارکانال اړوند د زیتونو د باغونو پر سر شوې چې د بټي کوټ په ډېرو سیمو کې معمولآ وسله وال طالبان له باغدارانو د اجارې په نوم پیسې اخلي اوس ددوو ډلود دغو پیسوپه سر په خپلو کې جګړه پیل کړې ده.

نوموړی وايي له باغونو له اجاره دارانو څخه حکومت بېلې او طالبان جلا پیسې غواړي.

ولسوال غالب وايي د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د دولتي فارمونو ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او هغوی له خلکو د اجارې په نوم پیسې اخلي.

د ننګرهار ولایتي اداره هم په کوټ کې د طالبانو خپلمنځي جګړه مني او وايي مرګ ژوبله پکې اوښتې ده، خو وايي په دې اړه نور تحقیقات کوي.

د سیمې یو اوسېدونکي هم امریکا غږ ته وویل چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې له کلونو راهیسې وسله ال طالبان د کانال له ځمکو اجاره اخلي.

دغه اوسیدونکی چې خپل نوم نه ښیي وايي:" حکومت ترې په بېله پیسې اخلي او طالبان ترې په بېله".

خو د ننګرهار د کانال رئیس غلام حضرت عبد الرحیمزي امریکا غږ ته وویل چې له جګړې خبر شوی، خو دوی له اجاره دارو باغدارانو څخه د باغونو اجاره اخلي .

نوموړی وايي چې یو شمېر باغونو ته یې کارکونکي نه شي ورتلای او هغه سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.

طالبانو تراوسه ددغو جګړو په باب څه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG