د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د مارجې ولسوالۍ ډیرې سیمې نیولي دي.


د هلمند اوسیدونکي وایي چې جګړه ددغه ولایت د شمالي ولسوالیو څخه اوس ددغه ولایت جنوبي ولسوالیو ته مخ په غځیدو ده
د هلمند اوسیدونکي وایي چې جګړه ددغه ولایت د شمالي ولسوالیو څخه اوس ددغه ولایت جنوبي ولسوالیو ته مخ په غځیدو ده

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې جګړه نوره هم تونده شوې او اوس یوازي د ولسوالۍ مرکز له امنیتي قواوو سره دی .

له تیرو ۳ ورځو راهیسی د مارجې ولسوالۍ جګړه دوام لري .

د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار وایې، چې د تیري شپې راهیسې په مارجه ولسوالۍ کې پر وسلوالومخالفانو د هوا دلارې پراخ عملیات پیل شوي دي.

رسولیار مني، چې وسلوالومخالفانو پرون د مارجه ولسوالۍ یو شمیر پوستي نیولي او شنې ساحې ته یې لاره موندلې ده.

د هلمند امنیتي مقامات له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي خو د پوليسو یوه مقام امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د مارجې ولسوالۍ په کمپ سیمه او تریخ ناور کې سیمه ييز پوليس له خپلو سیمو څخه په دفاع بوخت دي .

نوموړي زیاته کړه چې د کورو چهاراهي ، لو چهار راهي ، عبدالله کلپ سیمې ، ژیړ مکتب ، سیستاني ، مومن چوک ، شپږجربیان، لو یازده ، کوچنی یازده او یوشمیر نورې سیمې تیره شپه د وسله والو مخالفینو لاس ورغلي دي .

دغه چارواکي وویل چې دم ګړی یوازې د مارجې ولسوالۍ د ولسوال دفتر او امنیه قومنداني د افغان قواوو په واک کې ده .

له دې سره تر څنګ له پرون ورځې راهیسې د هلمند په ولایت کي خصوصي مخابراتي کمپنۍ هم په وقفه يي ډول خپل فعالیتونه مخ ته وړي .

ځايي اوسیدونکي وايي چې مخابراتي شبکو ته د دولت وسله والو مخالفینو خبرداری ور کړی چې په شپږو ساعتونو کې خپل فعالیتونه تر سره کړي .

د هلمند اوسیدونکی سردارمحمد اشنا رادیو ته وويل چې د جمعې په ورځ په لشکرګاه کې له سلام مخابراتي شرکت څخه پرته بلې هیڅ شبکې فعالیت نه در لود .

دی زیاته وي چې نن د شنبې په ورځ هم د سهار له ۸ بجو څخه نورو شبکو خپل فعالیت پیل کړی دی .

پر همدې مهال په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قوال اوردو ویاند ډګرمن محمد رسول ځاځي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې له تیرې شپې راهیسې يې د پوځي عملیاتو په ترځ کې د دولت ۱۲ تنه وسله وال مخالفین په مارجه او نادعلي ولسوالیو کې وژلي دي.

پر همدې مهال په ولسي جرګه کې د هلمند نږدې ټول استازي نن لښکرګاه ته رسیدلي دي .

د هلمند د ولایتي شورا غړی بریالي نظري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د مارجې او نادعلي له جګړو سره اوس د نا امنیو لمن له شمالي هلمند څخه جنوبي ولسوالیو ته هم پراخه شوې ده.

ده زیاته کړه چې ستونزه په سیمه کې د جګړه د لمړی کرښي ناسم مدیریت.

تیره ورځ د هلمند د ولایتي شورا غړو په یوه خبري ناسته کې یاده ستونزه د هلمند د جګړې د دوام یو سبب یاد کړ او مرکزي حکومت ته يې خبر داری ور کړ چې که د هلمند د جګړې د مدیریت لپاره ځانګړې پاملرنه ونه کړي نو په کابل کې به د ارګ مخ ته په اعتصاب لاس پوري کړي .

پر همدې مهال د هلمند دولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې د دوی تر ګواښ وروسته د دفاع وزارت په ګډون د مرکزي حکومت له لورې یو لوړ پوړې نظامي پلاوی هلمند ته ورغلی او په جګړه کې د افغان قواوو د مدیریت د ستونزو په اړه يې کار پيل کړی دی ، چې ورسره د هلمند ولایتي شورا هم دغه پلاوی سره خپله همکاري پیل کړې ده .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG