د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې جګړې زور اخیستی


د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تیرې ورځې له جګړو وروسته اوس دغې سیمې ته تازه دمې قواوې ورغلي.
د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تیرې ورځې له جګړو وروسته اوس دغې سیمې ته تازه دمې قواوې ورغلي.

د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ نن سهار درې بجې یو ځل بیا وسله والو طالبانو برید کړی چې په پایله کې یې طالبان د ولسوالۍ پر دیوالونو ور اوښتي خو بېرته په شاه تنبول شوي دي.

په حصارک ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان منیر همت امریکا غږ ته وویل چې د سلګونو طالبانو په دغه برید کې چې درې ساعته یې دوام وکړ، امنیتي ځواکونه له ولسوالۍ څخه وتلي وو چې طالبان د ولسوالۍ پر دیوالونو ور واوښتل، خو په لنډ وخت کې پرې جګړه پیل شوه او تېښتې ته اړ شول.

نوموړی وايي اوس مهال جګړه د ولسوالۍ په سل مترۍ کې دوام لري .

هغه وايي کمانډو ځواکونه ور رسېدلي او طالبان د تېښتې په حال کې دي.

د قومندان همت پر وینا که هوايي ځواک ورسره ملتیا ونه کړي نو حالت نور هم ترینګلي کېدلای شي.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي په جګړه کې ۴۱ طالبان او دوه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

نوموړی وايي لسګونه طالبان زخمیان شوي هم دي او پر طالب وسله والو طالبانو هوايي بریدونه هم دوام لري.

هغه نه مني چې ګنې ولسوالۍ طالبانو نیولې وه.

خوږیاڼي زیاتوي چې تازه دمي ځواکونه د جګړې سیمې ته رسېدلي او طالبان یې په شا تګ ته اړویستي او پر وړاندې یې سخته جګړه روانه ده .

د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې له چرګ بانګ راهیسې د ولسوالۍ ودانۍ تر سختو بریدونو لاندې نیول شوې او ولسوالۍ د نیم ساعت لپاره د طالبانو لاس ته لوېدلې وه .

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسوالۍ یې نیولې او لسګونه حکومتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده .

ددوی د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویل شوي چې دغه ولسوالۍ یې نن سهار درې بجې نیولې ده .

حصارک د ننګرهار له لرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې د لوګر له ازرې ولسوالۍ سره نښتې ده او څه باندې یوه میاشت مخکې هم پرې وسله والو طالبانو ډله ییز برید کړی و چې په پایله کې یې حکومت او طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG