د لاس رسي وړ اتصالات

د لښکرګاه او نادعلی ترمنځ په سیمه کې جګړه روانه ده


د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د دغه ولایت یوه د ناامنه ولسوالیو څخه ده
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د دغه ولایت یوه د ناامنه ولسوالیو څخه ده

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې د لښکرګاه ښار او نادعلي ولسوالۍ ترمنځ د باباجي په سیمه کي د وسله والوبرید کونکو او افغان امنیتي قواوو ترمنځ نښته روانه ده .

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې مخالفو وسله والو د څلورمې حوزې اړوند د باباجي د سیمي او د نادعلي ولسوالۍ د کوفکه او لوی مانده د سیمي د پوليسو پر څو پوستو باندي له نن سهار وختي راهیسې بریدونه پيل کړي دي.

د هلمند امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملاخیل امریکاغږ ته د نښتې تائید وکړ خو زیاته يې کړه چي پدې نښته کي د مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله او ښتې ده خو هغه په دې په اړه څه و نه ویل.

یوه بل امنیتي مقام چي نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي امریکاغږته وويل چې د باباجي په نښته کي د پوليسو ۲ پوستو سقوط کړی.

عیني شاهدانو له اشنا رادیو سره په خبرو کي وويل چې په سیمه د نړیوالو قواوو د قاطع ماموریت الوتکي هم الوتنې لري او د ډزو ږغونه په لښکرګاه ښار کي هم اوریدل کیږي .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې په سیمه کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاهم د مخالفو وسله والو سره په نښته اخته دی چې کره معلومات به يې وروسته په ډاګه شي

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته د یوه تلیفوني پیغام له لاري ادعا کړې چي د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه يې په بابا جي سیمه کي د لوی مانده او بغرا د غاړي پر ۶ پوستو د برید په ترځ کي ۳۹ تنه افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د فاریاب غورماچ ولسوالۍ طالبانو لا س ته ورغلې ده

په فاریاب ولایت کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د غورماچ ولسوالۍ تیره شپه د افغان حکومت مخالفو وسله والو لاس ته ورغلې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند رضا رضایي امریکا غږ ته وویل چې د غورماچ په ولسوالۍ باندې مخالفو وسله والو تیرشپه جګړه پیل کړه چې د شپې په یوه بجه د ولسوالۍ مرکز د مخالفو وسله والو لاس ته ورغله.

ښاغلي رضایي وویل چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته اور اچولی دی.

د ملي اردو د ځواکونو دغه ویاند وویل چې د مخابراتي اړیکو د پرې کیدو له امله په جګړه کې د رامنځ ته شوو تلفاتو په باب معلومات نه لري.

تراوسه طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG