د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان مرکز ترینکوټ په څنډو کې درنه جګړه روانه ده


د ارزګان ولایتي چارواکي وایي جګړه یې د ترینکوت له مرکزي برخو د ښار څندوته تمبولې ده.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي جګړه یې د ترینکوت له مرکزي برخو د ښار څندوته تمبولې ده.

اروزګان کې امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه ددغه ولایت په مرکزد ترینکوټ د ښارپه مرکزي برخو کې د وسله والو طالبانو سره د سختو جګړو وروسته یې خپل وسله مخالفان د دغه ښار له مرکزي برخو ښار څنډو ته په شا کړي دي.

د پنجشنبې د ورځې له غرمې وړاندې وسله والو طالبانو د ترینکوټ په ښار د دریو ورځو سختو جګړو وروسته د دغه ښار مرکزي برخو ته ځانونه ورسول او د ارزګان د امنیې قوماندانۍ په دوه سوه مترۍ کې یې د افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړه، چې ورسره د دغه ولایت د ولایتي شورا غړو د طالبانو لاس ته د ترینکوټ د لویدلو په باب اندیښنې څرګندې کړې.

د رپوټونو له مخې اوس جګړه د چرمکي ،مهراباد ،زرتالې او درفشان ناوې سيمو کې روانه ده دا سیمې د ترینکوټ د ښار په څنډو کې موقعیت لري.

د اروزګان د ولايتي شورا رئیس محمد کريم خادمزي امريکاغږ اشنا راډیوته وويل، چې اوس سخته جګړه د ښارپه څنډوکې روانه ده.

د ارزګان د ولایت د مرکز نه د وسله والو طالبانو د شړلو د عملیاتو مشري د کندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرازق په غاړه لري.

ښاغلي خادمزي وویل، کله چې تیره ورځ د جنرال عبدالرازق په مشرۍ ترینکوټ ته تازه دم ځواکونه ورسیدل، وسله وال طالبان د ښار له مرکزي برخو څخه د ښار څنډو ته په شا شول او د ترینکوټ د سقوط خطر له منځه لاړ.

وسله والو طالبانو د اروزګان د جګړو په اړه په يوه تليفوني پيغام کې ويلي چې لا هم د دغې ډلې وسله وال د ترينکوټ پر ډيرو برخو واکمن دي

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د ټویټر په خپله پاڼه لیکلي چې اوس هم وسله وال طالبان د ترینکوټ مرکز د چولنګر او دښار په جنوب لویدیځه برخه کې پر دولتي تاسیساتو په سخته جګړه بوخت دي، چې د طالبانو د ویاند پر وینا د هغوی دښمنان دتیښتې په حال کې دي.

افغان امنیتي چارواکي د ترینکوټ په جګړو کې خپلو وسله وال مخالفانو ته د سر د روند زیان د اړولو ادعا هم کوي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب امريکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې د تور خالد په نوم د وسله والو طالبانو هغه قومندان چې د ترينکوټ د نیولو د عملياتو مشري کوله د دغه ښارشاوخواته په جګړو کې وژل شوی دی .

دوست محمد ناياب د ادعا له مخې د تیرو دریو ورځو جګړو کې د بهرنیو وسله والو په ګډون تر ۱۸۱ پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه وویل، چې د بهرنيو وسله والو او په ځانګړي ډول د پاکستاني وسله والو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.

د ارزګان د والي ویاند وویل، چې د وسله والو زیات شمیر یي د هوايي بريدونو په ترڅ کي وژل شوي دي.

طالبانو د ترینکوټ په جګړو کې د دغې ډلې وسله والو ته د سر د زیان د اړولو په باب د ارزګان د ولایتي چارواکو ادعا بې اساسه بللې ده.

په تیرو څلور ورځو کې د ترينکوټ په ښار د جګړو له امله له زرو څخه زياتې کورنۍ له دغه ښار څخه وتلي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG