د لاس رسي وړ اتصالات

په ګرشک کې جګړه پای ته رسیدلې ده


وسله والو ځانمرګو په چهارشنبې سهار د ګرشک د په امنیې قوماندانۍ بریدونه پیل کړل چې نن د وروستي بریدګر په وژلو پای ته ورسیدل
وسله والو ځانمرګو په چهارشنبې سهار د ګرشک د په امنیې قوماندانۍ بریدونه پیل کړل چې نن د وروستي بریدګر په وژلو پای ته ورسیدل

په هلمند کې امنیتي چارواکي وایي د دغه ولایت د ګرشګ په ولسوالۍ د ځانمرګو بریدکوونکو وروستی بریدګر نن سهار وژل شوی چې ورسره هلته نږدې ۴۸ ساعته وړاندې پیل شوې جګړه پای ته رسیدلې ده.

د هلمند په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د همغږۍ د دفتر مشر عبدالجبار قهرمان امریکا غږ ته وويل چې د چهارشنبې د ورخې د سهار د لسو ځانمرګو بریدکوونکو وروستی بریدګر چې پهد ګرشک ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سره نږدې یې په یوه شخصي ودانۍ کې سنګر نیولی وو، نن سهار په دریو بجو د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.

د هلمند په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د همغږۍ د دفتر مشر وویل چې په دې جګړه کې څلور پولیس او د ملي اردو یو سرتیری وژل شوي او یوولس پولیس او د ملي اردو یو سرتیری ټپیان شوي دي.

ښاغلي قهرمان وویل چې وروستي بریدګر د ودانۍ په یوه پيچلي ځای کې سنګر نیولی وو چې د همدې له امله یې تر نن سهار دریو بجو پورې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړ.

ښاغلی قهرمان وایي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د ډله ییزو ځانمرګو بریدګرو تر څنګ وسله والو د ده مزنګ او ده ادم خان له سیمو څخه هم پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه پيل کړي وو چي امنیتي قواوو د کلک مقاومت وروسته وسله وال مخالفان بیرته په شا شول .

قهرمان وايي چې عامو خلګو ته پدې جګړه د سر زیان ندی رسیدلی .

طالبانو په یو بیان کې ددغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې د افغان امنیتي ځواکونو څوالس کسان یې وژلي او تر ۳۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د هلمند امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سرجنګ امریکا اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو مخالفینو غوښتل چې په یوه پيچلي تکتیک سره امنیتي ځواکونه په څو برخو کې بوخت وساتي او دوی بیا د ګرشک ولسوالۍ ته سقوط ور کړي.

خو جنرال سرجنګ وویل طالبان په خپله موخه کې بریالي نشول .

د ګرشک ولسوالي د هلمند د ولایت له مرکز لښکرګاه ، نوزاد ، نادعلي ، سنګین او د کندهار له میوند ولسوالۍ نښتې ولسوالي ده چې د کندهار – هرات لویه لار هم له دغې ولسوالۍ څخه تیریږي .

.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG