د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: لښکرګاه ته پرغځیدلو لارو ماینونو له امله تګ راتګ بند شوی


د هلمند مرکز لښکرګاه شاوخوا کې د جګړو له امله لارې هم تړل شوي دي
د هلمند مرکز لښکرګاه شاوخوا کې د جګړو له امله لارې هم تړل شوي دي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د هلمند په اړه په یو وروستي راپور کې په دغه ولایت کې وضعیت د اندیښنې وړبللی او ویلي دي، چې لا هم د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ته پرغځیدلو لارو د ښخ شویو ماینونو له امله ملکیان تګ راتګ نشي کولی.

" اوچا" چهارشنبه د اکتوبر۲۱ ( تلې ۳۰) د ورځې ناوخته په یو راپور کې ویلي، چې د لښکرګاه – ناوه سړک باندې نور ماینونه هم ښخ شوي، چې ورسره پر دغې لارې تګ راتګ دریدلی دی.

" اوچا" ویلي: "د لښکرګاه – کندهار لویه لار او د لښکرګاه، ناوه، نادعلي، مارجه او نهر سراج ته غځیدلې لارې هم د ماینونو د ګواښ له امله د ملکي وګړو پرمخ تړلي دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر وايي، چې د روان میلادي کال د اکتوبر په یوولسمه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه شاوخوا ته د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې پیل شوي دي.

خو دا اداره وايي، چې امنیتي وضعیت لا هم ګواښوونکی دی.

د دغې ادارې د راپور له مخې د سه شنبې په ورځ د لښکرګاه اړوند په درییمه حوزه کې د بولان په سیمه کې د تازه جګړو او د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا د درییمې حوزې له اوسیدونکو څخه د سیمو د پریښودلو د غوښتنې وروسته د لښکرګاه نورو برخو ته بې ځایه شویو کسانو شمیرمخ په زیاتیدو دی.

خو دغې ادارې ویلي، چې د بولان څخه د تازه بې ځایه شویو دقیق شمیر لا نه دی معلوم شوی.

د هلمند د کډوالو چارو اداره وايې چې پدې ولایت کې تر لس زره زیاتي کورنۍ په تیرو ۱۵ ورځو کې له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي.

په دغه شمېر کې ۳۵۰۰ کورنۍ د وسله والو طالبانو او تر ۷۰۰۰ پوري کورنۍ په دولتي حاکمیت ساحه کې ځای پر ځای شوي دي.

د هلمند د کډوالو چارو ریس سید محمد رامین امریکا غږ ته وويل چې: "بې ځایه شوي کډوال د لښکرګاه ښار د څلورمي او دریمي حوزې اړوند سیمو، نادعلي، ګرشک، ناوې او مارجې ولسوالیو اوسیدونکې دي چې تر ۷ زره زیاتي کورنۍ لښکرګاه او یاهم تر دولتي حاکمیت لاندي ځينو نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي او له ۳ زره څخه تر ۳ زره پنځه سوه کورنۍ پوري نور وسله والو طالبانو په ساحاتو کې ځای پر ځای شوی چې هغوی په سختو ترینو شرایطو کې ژوند کوي".

د هلمند د کډوالو چارو ریاست وايې چې په بېځایه شویو کورنیو کې یو شمېر د خپلوانو کره ځای پر ځای شوی او ځينو نور يې په کرايي کورونو کې ژوند پيل کړی

ښاغلي رامین وويل" اکثریت هغه کورنۍ چې اقتصادي حالت يې هم سم ندی او نه هم په ښار کې څوک پيژني موږ یو جوړ شوي کمپ ته معرفي کوو، تېره شپه مو ۱۸ کورنۍ پدې کمپ کې ځای پر ځای کړې په ټوله کې زموږ کډوال په سختو شرایطو کې ژوند تېره وي".

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG