د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په شمال کې جګړو زرګونه کسان بې کوره کړي


د عراق د سنجار سیمه کې جګړو زور اخیستی.
د عراق د سنجار سیمه کې جګړو زور اخیستی.

د عراق د کردستان په سیمه کې پوځ او کردي چارواکي وایي د سنجار په ښارګوټي کې د پوځ او کردي بیلتون غوښتونکو تر منځ د جګړو له کبله لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان اړ شوې چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

مسؤلین وایي چې ډیری دا کسان د کردستان نیمه خپلواکې سیمې ته تللي چې سر او مال خوندي کاندي.

د عراق پدې ښار کې د پوځ او د ( ‍‍YBS) په نامه د کردي یاغیانو تر منځ جګړو دوشنبې په ورځ مۍ دویمه (غوایي۱۲) زور اخیستی. دا یاغي ډله د ترکیې د کردانو د کارګر ګوند یا PKK سره تړاو لري.

د دې یاغي ډلې ډیری غړي ایزیدیان دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د تشدد له کبله بې ځایه شوي وو خو وروسته بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول. کردي چارواکي وایي چې بې ځایه شوي خلک د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي او حکومت د دې ستونزې د حل کولو لپاره یوه کمیټه هم جوړه کړې.

د عراق پوځ هم ویلي چې د (YBS) یاغیان هم د ایزیدي مذهبي ډلې کسان دي. د عراق حکومت د یکشنبې په ورځ پدې سیمه کې د نظامي عملیات پدې هدف پیل کړل چې دا سیمه د یاغیانو څخه پاکه کړي.

د عراق پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې نظامي عملیات یې په سیمه کې د دې یاغي ډلې د تالاشۍ د پوستو د خمتولو په خاطر پيل کړي. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دې یاغیانو د تالاشۍ پوستو په جوړولو سره عام خلک دیته نه پریښودل چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي او د عراق دولتي حاکمیت یې کمزوری کاوه.

پوځ همدرانګه ویلي چې په نظامي عملیاتو کې یاغیانو د درنو وسلو څخه کار اخیستی. پوځ ویلي چې یاغیانو په سیمه کې نښې ویشتونکي او چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي و او په حکومتي سرتیرو یې ډزې کولې.

د YBS ډله په ۲۰۱۴ کال کې د کردانو د کارګر ګوند په ملاتړ د سنجار ډیری سیمې د داعش د وتلو څخه وروسته کنټرولوي او په سیمه کې د هغوي فعالیت ترکیه هم اندیښمنه کړې.

XS
SM
MD
LG