د لاس رسي وړ اتصالات

دننګرهار په اچین کې د داعش جنګیالي وژل شوي


სავანა, ჯორჯიის შტატი
სავანა, ჯორჯიის შტატი

حکومتي چارواکو ویلي،چې دننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې تازه نښتې او هوايي بمبارۍ کړي،چې په ترڅ کې یې دداعش ډلې دیارلس وسله وال وژل شوي دي.

ختیځ زون کې دملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي امریکا غږ ته وویل،چې دتېرې ورځې راهیسې یې د بارو،باندر، دره بتن اوتریلي په سیمو کې دداعش جګړه مارو سره نښتې کړي او هم یې ددغې ډلې مورچې په نښه کړي،چې په پایله کې یې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي په جګړه او هوايي ګوزارونو کې دداعش ډلې دوه دهشکې هم له منځه وړل شوي،چې افغان ځواکونو به یې پرې له لرې سیمو په نښه کول .

تېره ورځ هم دننګرهار چارواکو ویلي وو،چې په اچین کې یې دداعش ډلې ۳۳ غړي وژلي او څلور نور یې زخمیان کړي دي.

هاتفي وايي،چې بهرني ځواکونه یې هوايي ملتیا هم کوي.

تر اوسه دداعش ډلې دتازه جګړې او بمبارۍ په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی .

ننګرهار کې اچین هغه ولسوالۍ ده ،چې دډېورنډ پر کرښه تیرا ته څېرمه پرته ده او داعش ډلې په لومړي ځل له همدې ولسوالۍ سر راپورته کړی دی .

که څه هم دتېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې دګډو افغان ځواکونو عملیات پیل شوي،خو سیمه ییزو چارواکو او ولسي وګړو ویلي،چې دغو ځواکونو تر اوسه کوم خاص پرمختګ نه دی کړی .

داچین ولسوالۍ اوسېدونکي سید عالم امریکا غږ ته وویل،چې افغان ځواکونه دشډل بازار کې دتېرو دوو میاشتو راهیسې اړولي او دپام وړ پرمختګ یې نه دی کړی .

هغه وايي داعش یې شته کورنه سوځولي او اوس دغازي امان الله خان په ښارګوټي کې په یوه کنډر کې ژوند کوي.

نوموړی وايي حکومت دې پیل کړي عملیات چټک کړي کنه په په سپېره ډاګ کې اوسېدول به یې ماشومان ووژني.

XS
SM
MD
LG