د لاس رسي وړ اتصالات

په اچین ولسوالۍ کې جګړې زور اخیستی


اچین ولسوالۍ د ننګرهار ولایت یوه سرحدي ولسوالۍ ده
اچین ولسوالۍ د ننګرهار ولایت یوه سرحدي ولسوالۍ ده

چارواکي وایي جګړه دتېرې ورځې راهیسې دشډل نومې سیمه کې پیل شوې او تر اوسه پکې دداعش ‌‌‌‌‌‌ډلې نهه جګړه مار وژل شوي دي .

داچین ولسوال غالب مجاهد وایي دغه جګړه یې په سیمه کې دداعش خلاف دچاڼیزو عملیاتو یوه برخه ده او تر اوسه یې یو شمېر سیمې داسلامي دولت له ‌‌‌‌‌‌ډلې پاکې کړي دي.

ولسوال وایي دجګړې په ترڅ کې یې دخپلې مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې لږ تر لږه دېرش کسان زخمیان کړي دي .

هغه زیاتوي،چې دوژل شویو مخالفینو جسدونه دجګړې په سیمه کې پاتې دي.

دننګرهار دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین امریکا غږ ته وویل،چې عملیات یې له تېرو دوه اونیو راهیسې پیل کړي او ځواکونه یې له سخت مقاومت سره مخ دي .

نوموړی وایي ،چې داچین خاص کلی او شډل بازار ‌‌‌‌‌‌ ډېرې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي او دغلته یې دتورو جنډو پر ځای ملي بېرغونه هسک کړي دي.

دقوماندانۍ ویاند ویلي ،چې په نیول شویو سیمو کې یې دسیمه ییزو پولیسو څلور نوې پوستې هم ځای پر ځای کړي او عملیات یې دوام لري.

هغه وايي،چې دافغان ګډو ځواکونو پیل شوي عملیات به تر هغې دوام لري،چې سیمه یې دداعش ډلې له شتون څخه نه وي پاکه کړي .

دسیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې دشډل په سیمه کې دحکومتي ځواکونو او داعشیانو تر منځ دسپکو او درنو وسلو سخته جګړه روانه ده .

دعبد القیوم په نوم دسیمې یو اوسېدونکی وايي دحکومتي ځواکونو عملیات بیخي ورو پر مخ ځي.

تر اوسه دداعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغې جګړې په اړه څه نه دي ویلي .

داچین ولسوالۍ کې دپیل شویو عملیاتو په لړ کې دتېرې پنجشنبې په ورځ هم دداعش ډلې دلسګونو غړو دوژل کېدو او ددغې ډلې دیوې لویې انټرنیټي دستګاه دویجاړۍ رپوټونه ورکړل شوي وو.

داعش ډلې دتېرو پنځو میاشتو راهیسې داچین، کوټ ، هسکې مېنې او یو شمېر نورو لمړی دوسله والو طالبانو او وروسته دحکومتي ځواکونو په خلاف خپله جګړه پیل کړې او لاهم په ډېرو سیمو کې داسلامي دولت یا داعش ډلې ولکه ټینګه ده .

XS
SM
MD
LG