د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک د جمعې په ورځ وویل، داسې ښکاري چې روسیې د پولنډ د هوايي حریم په سرغړونې سره «قصدي پاروونکی اقدام» کړی دی.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې پر اوکراین د روسیې د پراخو بریدونو پر مهال، درې روسي پوځي توکي د پولنډ هوايي حریم ته ننوتل.
د پولنډ دفاع وزیر ولادیسواف کوشینیاک کامیش خبریالانو ته وویل، داسې ښکاري چې دغه درې توکي دوه توغندي او یوه بېپیلوټه الوتکه وو. د سیمې اوسېدونکو ویلي، د نووي لیپوویتس ښارګوټي ته څېرمه یې د یوې چاودنې غږ اورېدلی دی. دغه سیمه د پولنډ او اوکراین له پولې شاوخوا ۶۰ کیلومتره واټن لري.
د پېښې ځای له هغې سیمې هم شاوخوا ۷۵ کیلومتره لرې دی، چې د بلجیم، بریتانیا، استونیا، فرانسې، جرمني، لیتوانیا، هالنډ، هسپانیې او سویډن ۲۸۰۰ پوځي سرتېري پکې په ګډو تمرینونو بوخت دي.
دغه تمرینونه په اوکراین کې د جګړې له احتمالي پای ته رسېدو وروسته، د ثبات د ټینګښت لپاره د یوه احتمالي ماموریت د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.
ټسک وویل: «دا احتمال نه شي رد کېدای، که څه هم دا یوازې یوه فرضیه ده، چې دغه پاروونکی اقدام ښايي د پولنډ په خاوره کې له روانو پوځي تمرینونو سره هم تړاو ولري.» روسیې تر اوسه د دې پېښې په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.
ټسک زیاته کړه چې هېڅوک نه غواړي وضعیت لا پسې ترینګلی شي، خو پولنډ له خپلو ناټو متحدینو څخه د پیوستون او ملاتړ تمه لري.
د ناټو عمومي منشي مارک روټه وویل، د پولنډ د هوايي حریم څخه د سرغړونو په غبرګون کې د ناټو جنګي الوتکې په بیړه اقدام کړی دی.
روټه وویل:«دا پېښه په څرګنده توګه خطرناکه ده او د اوکراین پر وړاندې د روسیې د روانې جګړې پایله ده. زه د روسیې بریدونه او همدارنګه د هغې روانه جګړه غندم.» د بریتانیا صدراعظم انډي برنهم هم دغه پېښه وغندله او هغه یې «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» وبلله.
فورم \ دبحث خونه