د لاس رسي وړ اتصالات

افغان فلم په کابل کې د هنري فلمونو جشن جوړوي


د افغان فلم رئیسه صحرا کریمي
د افغان فلم رئیسه صحرا کریمي

د افغان فلم ریاست وایي د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د لومړي ځل لپاره په کابل کې د سینمایي فلمونو جشن جوړوي.

د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي د امریکا غږ ته وویل چې ددغه جشن فلمونه د زمري د میاشتې له ١٢ نه تر ١٩ نیټې پورې د ښار په څو سینماو کې نندارې ته وړاندې کیږي.

میرمن کریمي وویل چې فلمونه به د آی خانم، سینمای نمای رسانه، د کابل پوهنتون د ښکلیو هنرونو د پوهنځي نندارتون او د افغان فلم په سالون کې نندارې ته وړاندې شي.

د افغان فلم رئیسې ددغه جشن هدف سینما ته د کورنیو د ورتگ د فرهنگ "ژوندي کیدل" وگڼل.

میرمن کریمي وویل هغه کمزوري فلمونه چې پدې وروستیو کلونو کې جوړ شوي ددې سبب شوي چې د سینما محبوبیت د افغانانو ترمنځ راکم شي او سینما ته په منفي نظر وکتل شي.

ټاکل شوې چې د هنري فلمونو په جشن کې ١٠٠ فلمونه نندارې ته وړاندې شي چې په کې کورني او بهرني سینمایي فلمونه، د افغان فلم د ارشیف تاریخي فلمونه او هغه فلمونه چې په تیرو اتلس کلونو کې جوړ شوي شامل دي.

د افغان فلم رئیسې وویل چې دا لومړنی جشن دی چې ددې ریاست له خوا جوړیږي او د هغې په وینا افغان فلم په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې هم دا ډول جشنونه جوړ کړي.

ددې جشن بودجه د افغانستان د حکومت له خوا ورکول کیږي.

د امریکا غږ د خبریالې صمصامه سیرت رپوټ

XS
SM
MD
LG