د لاس رسي وړ اتصالات

فنلند نامنل شوي افغان کډوال شړي


په افغان کډوالو کې ډیر ځوانان دي‌ چې ويل کیږي د ښه ژوند په لټه اروپا ته ځي
په افغان کډوالو کې ډیر ځوانان دي‌ چې ويل کیږي د ښه ژوند په لټه اروپا ته ځي

څه باندې پنځه زره افغان کډوالو تیرکال فنلند ته پناه یووړه خو فنلندي چارواکي وايي د دوې اکثریت بیرته افغانستان ته لیږي.

فنلند غواړي هغه زرګونه افغانان بیرته خپل اصلي هیواد ته ولیږي چې په فنلند کې یې د پناه اخیستلو غوښتنه رد شوې ده.

په کابل کې د فنلند سفارت په یوې خبر پاڼۍ کې ویلي چې تیر میلادي کال شاوخوا ۵۲۰۰ افغانانو په فنلند کې د پناه اخیستلو غوښتنه وکړه خو په دوې کې د اکثریت غوښتنلیکونه ندي منل شوي.

سفارت ویلي چې اکثریت افغانان ایله د ښه ژوند په تمه فنلند ته ورغلي او له همدې کبله یې فنلند نشي منلې. فنلند او نور اروپايي هیوادونه یوازې هغه کډوال مني چې په ریښتیا یې ژوند پخپل اصلي هیواد کې ګواښول کیږي.

فنلندي چارواکو ندي‌ ویلي چې افغانان به دقیقاً څه وخت بیرته راستنوي خو ویلي‌ چې یوه جګپوړي فنلندي چارواکي روانه اونۍ پدې اړه په کابل کې افغان چارواکو ته معلومات ورکړل او تمه کیږي‌ چې ډیر ژر به پدې تړاو د دواړو هیوادونو تر منځ یو سند هم لاسلیک شي.

تیرکال څه باندې ۱۵۰ زره افغانان اروپايي هیوادونو ته ولاړل چې د ملګرو ملتونو د سازمان د شمیرو له مخې ساری یې پخوا نه و لیدل شوی. اټکل کیږي چې څه باندې ۸۰ زره افغان کډوالو یوازې جرمني کې د پناه ورکولو غوښتنه کړې ده.

ځینو نورو اروپايي هیوادونو هم ویلي‌ چې غواړي هغه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستوي چې د پناه اخیستلو غوښتنې یې رد شوي دي.

د افغانستان کړکیچن امنیتي حالات او پراخې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې له دغه هیواد نه د کډوالۍ ستر لاملونه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG