د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ کې د اور لګیدو په پیښه کې ۱۶ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې چارواکي وایي د اوسیدو په یوې څو پوړیزې ودانۍ کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۹ نور ژوبل شویدي.

د نیشنل په نامه دولتي ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې اور د دوبۍ یوې داسې سیمې کې لګیدلی چې ودانۍ پکې زړې دي.

د دوبۍ ملکي دفاع ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې اور د الراس په نامه سیمه کې په اپارتمانونو کې لګیدلی و چې کوڅې یې تنګې دي او ددې ښار تر ټولو زړه سیمه ده.

چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې اور پدې پنځه پوړیزه ودانۍ کې څنګه ولګید خو د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي.

د حکومت په اعلامیې کې د سوداګریزو او د خلکو د اوسیدو ځایونو د مالیکونو څخه غوښتل شوي چې د خوندیتوب او امنیت په لارښوونو او اصولو دې عمل وکړي تر څو د دا ډول پیښو مخنیوي وشي او د خلکو ژوند بچ شي.

تر اوسه ندي ویل شوي چې په اور کې وژل شوي او ټپي شوي کسان د کوم هیواد / هیوادونو اتباع دي. د دوبۍ په ګډون د عربي متحده اماراتو په نورو ښارونو کې د ګڼ شمیر هیوادونو خلک د کار روزګار او ژوند کولو لپاره اوسیږي.

XS
SM
MD
LG