د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په لسګونو کسان په اور ګاډي کې اور لګیدنې وژلي


چارواکي وایي په پنجاب ایالت کې یو اورګاډي کې د رفتار پر مهال اور لګیدلی چې له کبله یې لږ تر لږ ۷۱ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه اور د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۳۱) د ګاز یوې ډبې چاودلو له کبله لګیدلی.

د پیښې عیني شاهدانو او هغو مسافرو چې له دغې پیښې ژوندي وتلي دي رسنیو ته ویلي چې ډیری مسافرینو ځانونه د اور ګاډي له کړکیو څخه لاندې غورځولي دي.

چوهدري شجاعت یو له هغو سپرلیو څخه دی چې له خپلې میرمنې او دوه اولادونو سره څو ساعته وړاندې دغه ریل ته ختلی و. هغه اسوشیټډ پرس ته وویل: "خلکو ژړلې او مرسته یې غوښتله. ما داسې فکر کوو چې مونږ هم مړه کیږو. زمونږ په خوا کې کابین اور اخیستی و."

د پاکستان د اور ګاډي د ادارې یو مسئول جمیل احمد وویل چې په اور ګاډي کې ځینو کسانو د سهار چای لپاره د ګازو ډبه روښانه کړې وه چې وروسته په کې چاودنه رامنځ ته شوې. جمیل د اور د خپریدو علت په اور ګاډي کې د تیلو ځینې بوشکې ښودلي چې ځینو نورو مسافرو کابین ته اوچتې کړې وې.


چارواکو ویلي چې په پیښه کې ۴۳ نور کسان ژوبل شوي دي چې له ډلې یې د ۱۱ کسانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

د پاکستان د اور ګاډي ادارې باندې د ضعیف مدیریت له کبله تل نیوکې شوي.

د چارواکو د ګڼو اخطارونو او غوښتنو سربیره، ډیری مسافرین له ځانه سره د ګازو بوشکې راوړي او د اور ګاډې دننه ځان ته پرې ډوډۍ او چاې برابروي.

XS
SM
MD
LG