د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د چابهار له لارې هند ته صادرات پیل کړل


دا لمړی ځل دې، چې افغانستان د چابهار بندر له لارې هند ته خپل توکي استوي
دا لمړی ځل دې، چې افغانستان د چابهار بندر له لارې هند ته خپل توکي استوي

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د یکشنبې په ورځ ( کب ۵ مه) د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه چابهار بندرته د افغانستان د تولیداتو د لیږد د لومړۍ جوپې د بهیر د پیل په مراسمو کې وویل، چې افغانستان د یو واردونکي هیواد څخه صادرونکي هیواد ته د بدلیدو په حال کې دي.

په دې مراسمو کې په کابل کې د هند، ایران او ترکیې سفیرانو هم ګډون کړی وو.

د ولایت په مرکز زرنج کې د دې جوړې شوې غونډې په پای کې جمهور رئیس د هغو۲۳ لاریو حرکت هم وڅاره، چې ۳۷۰ ټنه شوکاڼی او ۲۰۰ ټنه مۍ په کې باور وې او له ښار څخه د چابهار بندرپه لور یې حرکت پیل کړ.

ټاکل شوې، دا توکي به نن څه وخت د چابهار بندر له لارې د هندوستان د ممبۍ ښار ته واستول شي.

جمهوررئیس غني وویل، افغانستان نور په وچه کې یو بند هیواد نه دی.

ښاغلي غني وویل " نن یوازې د یوې پروژې څخه هرکلی کوو، بلکې په نظر کې د یو بدلون او د یو روایت د بدلون لمانځنه کوو".

تیرکال هندوستان د دغه بندر له لارې افغانستان ته غنم استولي وو، خو دا لومړی ځل دی، چې افغان توکي د چابهار بندر له لارې بهر ته استول کیږي.

د افغانستان د فواید عامې ورزیر یما یاري غونډې ته په وینا کې وویل، چې چابهار بندر افغانستان ته د دغه هیواد شاوخوا ته د پرتو ټولو بندرونو پرتله نږدې بندر دی، چې د پاکستان د کراچۍ او د ایران عباس بندر پرتله د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې د ۵۰۰ څخه تر زرو ډالرو پورې په هر کانټینر کې په مصرف کې سپما راولي.

ښاغلي یاري وویل " د یادولو وړه ده، چې د ترانسپورټ وزارت په پام کې لري، چې د کښتۍ د چلولو د شبعې په رامنځ ته کولو سره د چابهار بندر کې د افغانستان تر بیرغ لاندې د مالونو د لیږد پواسطه نړیوالو او ازادو اوبو ته د اقتصادي ودې، سوداګرۍ اوترانزیټ امکان برابر کړي".

افغان حکومت وايي، افغان پانګوالو د چابهار په بندر کې تر پنځوس میلیونو ډالرو پورې پانګونه کړې، ۱۳ فابریکې او درې ګودامونه یې جوړ کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، چې د چابهار بندر څخه کار اخیستل به دوی ته په ترانسپورټي مصارفو کې د سپما سبب شي.

ښاغلي الکوزي وویل " چابهار د عمان په اوبو کې پروت دی، برترې د چابهار داده، چې په خوځنده اوبو کې د دې موقعیت دی او مونږ ته نږدېترین بندر دی، حتی اته سوه کیلومتره دا مونږ ته نږدې دی".

هغه د ایران له حکومت څخه د چابهار بندر د پراخیدو او د کښتیو لپاره د لنګر د اچولو د امکاناتو د زیاتیدو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي الکوزي د هند له حکومت هم وغوښتل، چې افغانستان سره خپل صادرات او واردات د همدې بندر له لارې وکړي.

په دې مراسمو کې د ایران او هندوستان سفیرانو هم د دریو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په پراخیدو خبرې وکړي.

د ایران سفیر رضا بهرامي وویل، چې دا پروژه د دریو هیوادونو افغانستان، ایران او د هندوستان د مشرانو د هڅو نتیجه ده.

هغه وویل، افغانستان سره دولت په دولت او یو بل ته د درناوي پر اساس اړیکې لري.

ښاغلي بهرامي وویل " زه هیله لرم،افغانستان، چې په وروستیو کلونو کې کومې لاس ته راوړنې د چارواکو او خلکو د هڅو په پایله کې ترلاسه کړي، دولت سره د مخالفو وسله والو په یوځای کیدو او د ثبات په پراخیدو به هم افغانستان او هم سیمې ته ښه راتلوونکي برابره کړي".

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار په خپله وینا کې افغانستان سره د خپل هیواد د سوداګرۍ د پراخیدو په مسله خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه هیواد ته د افغانستان صادرات ۴۰ فیصده زیات شوي دي.

افغان حکومت وايي، چې په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې د دغه هیواد د صادراتو کچه له یو ملیارد ډالرو څخه اوړیدلې ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني تمه لري، چې په راروان لمریز کال کې به د افغانستان د صادر اتو کچه دوه ملیاردو ډالرو ته لوړه شي.

XS
SM
MD
LG