په خټه افغانې امریکايۍ سیاستوالې عایشه وهاب د ځانګړو ټاکنو له بریا وروسته د امریکا کانګرس ته لاره وموندله او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغانالاصله امریکايۍ غړې شوه.
نوموړې د امریکا د کانګرس پخواني غړي اریک سوالول د ځای ناستې په توګه په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه.
سیاستواله عایشه وهاب د دیموکرات ګوند یوه اصلاح غوښتونکې غړې ده چې د پنجشنبې په ورځ (اګست۲۰) په ځانګړو ټاکنو کې د دیموکراتې سیاستوالې ملیسا هرناندېز پر وړاندې یې انتخابات وګټل.
وهاب به د جنورۍ تر میاشتې پورې تر هغې چې د امریکا د استازو جرګې نوې دوره پیلیږي، د استازو جرګې د غړې په توګه دنده ترسره کړي.
ټاکل شوې چې وهاب او هرناندېز د نومبر په میاشت کې د امریکا د کانګرس په منځمهالو ټاکنو کې یو ځل بیا له یو بل سره سیالي وکړي.
عایشه وهاب په کالیفورنیا کې د هغې سیمې استازې شوې ده چې ګڼ شمېر افغان کډوال په کې ژوند کوي. مېرمن وهاب د خپلې بریا په ترلاسه کولو کې د افغانالاصله امریکايي رایهورکوونکو رول او ملاتړ مهم بللی دی.
د وهاب کورنۍ په افغانستان کې د شوروي یرغل وروسته امریکا ته پناه راوړې وه. هغه د نیویارک په ایالت کې زېږېدلې ده. وروسته له هغې چې مور یې مړه شوه او پلار یې ووژل شو، وهاب له خپلې خور سره یوځای د بېسرپرسته ماشومانو په روزنتونونو کې لویه شوه، تر هغه چې په کالیفورنیا کې یوې امریکايي کورنۍ هغه په فرزندۍ ومنله.
عایشه وهاب د هیورډ ښاروالۍ شورا د غړې او د کالیفورنیا ایالتي سنا د غړې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
فورم \ دبحث خونه