د لاس رسي وړ اتصالات

د فایزر واکسین لومړنۍ جوپه اسرائیل ته ورسیده


برتاینه لومړنی هیواد دی چې د فایزر واکسین استعمال ته یې اجازه ورکړې
برتاینه لومړنی هیواد دی چې د فایزر واکسین استعمال ته یې اجازه ورکړې

د اسرائیل صدراعظم وایي د امریکا د متحدو ایالاتو نه د فایزر–بایونټیګ د واکسین لومړنۍ جوپه نن دغه هیواد ته ورسیده او ژمنه یې وکړه چې دی به لومړنی کس وي چې واکسین کیږي.

اسرائیل د کرونا ضد ۸ ملیونه ډوزه واکسین د فایزر د شرکت نه پیرلی چې لومړنۍ جوپه یې د طل ابیب هوایي ډګر ته ورسیده.

بنیامین نتنیاهو اسرائیل ته د دې واکسین د رسیدو نه وروسته وویل چې د کویډ نولس د بیمارۍ "پای نږدې دی" او زیاته یې کړه چې د ټولو نه مهمه دا ده چې د اسرائیل ولس ته دا واکسین ورکړل شي.

د کرونا ویروس په اسرائیل کې ۳۴۸۹۴۸ کسان نیولي او ۲۹۳۲ یې مړه کړي.

اسرائیل ته د فایزر-بایونټیګ د درملو د جوړولو د کمپنۍ لخوا جوړ شوی واکسین پداسې حال کې رسیږي چې ټاکل شوې سبا پدې هیواد کې د حنوکا د رڼاګانو جشن پیل شي.

ښاغلي نیتنیاهو وویل غواړي د ولس لپاره نمونه شي او نیت لري چې په هیواد کې به لومړنی شخص وي چې دا واکسین ورته د پیچکارۍ د لارې ورکړل شي.

د فایزر واکسین تر اوسه د استعمال لپاره په اسرائیل کې ندی منظور شوی خو ښاغلي نیتنیاهو وویل چې هیله لري ډیر ژر به ورته اجازه ورکړل شي.

اسرائیل همدارنګه د امریکا د درملو جوړولو د یوې بلې کمپنۍ (مودرینا) نه هم د ۶ملیون ډوزه واکسین د پیرلو قرارداد کړی او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې به دې هیواد ته ورسیږي.

پدې سره به اسرائیل ته د کرونا ضد ۱۴ ملیونه ډوزه واکسین ورسیږي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په چین کې پیدا شو خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی.

اسرائیل د دې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د سپټمبر په میاشت کې د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو او راټولیدو بندیزونه او محدودیتونه ولګول. د وګړو د شمیر له پلوه دې ویروس د ټولو نه زیات کسان په اسرائیل کې نیولي و.

XS
SM
MD
LG