د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران اسیا ته سفر کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین او د دفاع وزیر لوید آستن سبا دوشنبه، مارچ ۱۵( کب۲۵) د څلورو ورځو رسمي سفر لپاره جنوبي کوریا او جاپان ته ولاړ شي.

ویل کیږي چې پدې سفر کې به د شمالي کوریا او چین له اړه متوجه ګواښونه ډیر اهمیت ولري.

دا د جمهور رئیس جو بایډن د کابینې په کچه د جګپوړو چارواکو لومړنی سفر دی چې هدف یې د امریکا د نفوذ ډیرول او په اسیا کې د متحدو ایالاتو د نقش په هکله د اندیښنو رفع کول دي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې امریکایي چارواکو تیره میاشت څو ځله د بیلا بیلو لارو کوښښ وکړ چې د شمالي کوریا سره اړیکه ونیسي خو شمالي کوریا تر اوسه ځواب ندی ورکړی.

جاپان او جنوبي کوریا په اسیا کې د امریکا دوه مهم سیمه ایز ملګري دي او د سفر هدف هم د دې هیوادونو سره د ملګرتیا لا غښتلې کیدل دي.

ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزیر بلنکین او د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان په یوې جلا غونډې کې د چین د جګپوړو چارواکو سره هم وګوري.

د امریکا مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د خپل واک په څلور کلنې دورې کې د جاپان او جنوبي کوریا سره اړیکې تر ډیره حده د راکړې ورکړې پر اساس ساتلې وې. د ټرمپ په دورې کې ددې هیوادونو سره اړیکې کله ډیرې ښې او کله بیا د اندیښنې وړ وې.

دونالډ ټرمپ د دیپلوماتیکي اصولو بر خلاف درې ځله د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره وکتل.

خو د امریکا اوسنی حکومت نیت لري د جاپان او جنوبي کوریا سره اړیکې آرامې او متوازنې وساتي.

XS
SM
MD
LG