د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اسټرالیا هند او جاپان څلور اړخیزه غونډه


د امریکا، اسټرالیا هند او جاپان تر منځ څلور اړخیزه غونډه د جمعې په ورځ کیږي.
د امریکا، اسټرالیا هند او جاپان تر منځ څلور اړخیزه غونډه د جمعې په ورځ کیږي.

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اسټرالیا، هند او جاپان د مشرانو د څلور اړخیزې ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره غونډه وکړي.

دا غونډه د جمعې په ورځ، مارچ ۱۲ (کب ۲۲) په آنلاین توګه کیږي چې د چین په مقابل کې د قوي مرچل ایجادول بلل کیږي.

دا د جمهور رئیس کیدو نه وروسته ، د د ښاغلي بایډن لپاره د مشرانو لومړنۍ غونډه چې برخه پکې اخلي. د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ برعکس، ښاغلی بایډن ژمن دی چې په نړیواله کچه د امریکا د متحده ایالاتو ملګرتیا بیرته ژوندۍ او پیاوړې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي خبریالانو ته وویل "دا چې ښاغلي بایډن دې څو اړخیزې غونډې ته لومیتوب ورکړ، د هند او آرام سمندر د حوزې د هیوادونو سره زمونږ د نږدې همکارۍ په اهمیت دلالت کوي."

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن هم د امریکا جمهور رئیس د دې غونډې د دایرولو لپاره ستایلی. ښاغلي موریسن وایي " دا به زمونږ د سیمې لپاره یوه تاریخي شیبه وي او د هند او آرام سمندر د حوزې د خپلواکۍ او خودمختاریتوب لپاره سیمې ته زمونږ قوي پیغام هم رسوي."

هند هم تائید کړې چې صدراعظم نریندرا مودي پدې غونډې کې ګډون کوي.

ټاکل شوې چې د سیمې د نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ پدې غونډه کې د اقلیم د بدلون او د کویډ نولس د وبا په هکله خبرې شي چې دواړه موضوعاګې د جمهور رئیس جو بایډن لپاره خورا اهمیت لري.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې د څلور واړو هیوادونو مشران به پدې غونډې کې په سیمه کې د ګډو ګټو په هکله په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو وغږیږي.

اعلامیهزیاتوي، " مشران به د فعالې همکارۍ په لارو چارو هم وغږیږي چې څنګه د هند او آرام سمندر سیمه آزاده او داسې سیمه شي چې ټول پکې برخه ولري."

په سیمه کې د چین په هکله اندیښنې

پدې غونډې کې جاپان هم ګډون کوي چې د چین په جنوبي سمندر کې د چین سره د اوبو پر سر جنجال لري

جاپان وایي صدراعظم یوشیهیدا سوګا په جداګانه توګه د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره خبرې کړي او د چین د هغو "یو اړخیزو" هڅو په هکله یې اندیښنه ښودلې چې غواړي د چین د جنوبي سمندر په ختیځه برخه کې روان وضعیت بدل کړي.

جاپان د هند سره همدارنګه د شین ژیانګ په سیمه کې د بشري حقونو او د هانګ کانګ د وضعیت په هکله هم د هند سره خبرې کړیدي.

وروسته له هغه چې جو بایډن په امریکا کې انتخابات وګټل، د چین دولتي مطبوعاتو څو مقالې خپرې کړلې او د هند نه یې غوښتي و چې د دې څلور اړخیزې ملګرتیا نه دې ووځي ځکه بیجنګ نوی ډهلي خپل تر ټولو احتمالي رقیب بولي.

XS
SM
MD
LG