د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې د کروناویروس لومړۍ مثبته پىښه ثبت شوه


د کوټې په فاطمه جناح روغتون کې د کروناویروس ځانګړې څانګې مشر ډاکټر نور الحق موسی خیل دا تایید کړې چې په لومړي ځل دغه ایالت کې د یو دولس کلن هلک په بدن کې د کروناویروس تثبیت شوی دی.

د رپوټونو له مخې دغه هلک د پاکستان د سېند ایالت اوسیدونکی دی او له ایران نه د تافتان له لارې پاکستان ته راغلی دی.

د ډاکټر په وىنا د بیمار د نورې کورنۍ ازموینه هم شوې خو په هغوي کې دغه ویروس نه دی لیدل شوی.

تر دغه هلک وړاندې، د فاطمه جناح روغتون ته ۴۰ کسان د کروناویروس د معاینې لپاره راوړل شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د کروناویروس مثبته پیښه ثبت شوې.

د دغې پیښې سره په پاکستان کې د کروناویروس د ثبت شویو قضیو شمیر ۱۹ ته رسیدلی.

د روغتون مسئولین وایي چې له تافتان څخه د ۱۳ نورو راغلو کسانو ازموینې هم شوي چې له ډلې یې د ۱۰ کسانو پایلې منفي وې او د ۳ نورو کسانو پایلې لا هم د روغتیا ملي ادارې لخوا د ازموینې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د کروناویروس د خپریدو مخنیوي لپاره له افغانستان سره د تیرو ۱۰ ورځو او له ایران سره د تیرو ۱۹ ورځو راهیسې خپلې پولې تړلي دي.

XS
SM
MD
LG