د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د افغانستان د اقتصادي بحران مخنیوي لپاره بشري مرستې کافي نه دي


افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه معاونیت یا (یوناما) وايي په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې کافي نه دي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي توجه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرا لاینز نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹) په ارګ کې د طالبانو لخوا د افغانستان اقتصادي ستونزو هواري په لومړي کنفرانس کې وویل چې بشري مرستې اوږد مهاله حل لاره نشي کېدای او ټينګار یې وکړ چې باید د دغه هیواد اقتصادي بحران په اساسي ډول حل شي.

اغلې دیبرا لاینز زیاته کړه چې نړیوالو بشري مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران د مخنیوي لپاره له اړمنو کسانو سره د مرستې کولو هڅې چټکې کړي او ملګري ملتونه ژمن دي چې د ښوونکو او روغتیايي کار کوونکو میاشتني معاشونه ورکړي.

هغې ټینګار وکړ چې اوس مهال د افغانستان نیمايي وګړي له لوږې او فقر سره لاس او ګرېوان دي او همدارنګه خوراځواکي د څه باندې یو میلیون ماشومانو ژوند ګواښي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې همدارنګه د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې دښځو او نجونو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې هغوی د افغانستان نیمايي برخه تشکیلوي او په خبره یې نړیواله ټولنه هم په ورته فعالیتونو کې د ښځو ونډې ته لومړیتوب ورکوي.

هغه همدارنګه د بندیزونو لیري کولو په ځانګړي ډول له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شوې پانګې پر خلاصولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه به دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان شاوخوا ۱۰میلیارده ډالر پانګه کنګل کړل او د طالبانو لاس رسی یې ورته بند کړ چې له امله یې د دغه هیواد اقتصادي وضعیت نور هم نازک کړ.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان خلک به د سخت ژمې په رارسېدو سره له لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وي.یاد سازمان ویلي و که چیري له دغه هیواد سره مرسته ونشي د افغانستان ۹۷سلنه وګړي به له اوسني اقتصادي وضعیت څخه اغېزمن شي.

د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري په اړه لومړني کنفرانس کې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي هم وویل چې په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصادي پر بحرنیو مرستو ولاړو او د دغه ۷۵ سلنه منابع له بهرنیو مرستو څخه تامینېدلې.

ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې دغه مرستې د افغانستان لپاره ګټورې نوې او په خبره یې په دغه هیواد کې د فساد لپاره زمینه برابره کړه.

XS
SM
MD
LG