د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي کې د ښځو د غیږ نیونې سیالي کیږي


د ملک شاه فهد په نړیوال لوبغالي کې د لومړي ځل لپاره دوه ښځې د غیږ نیونې (کشتي کج) سیالي تر سره کوي.

د غیږ نیونې (کشتي کج) دوه نړیوالې ښځینه لوبغاړۍ، لیسي اوینز او نتالیا به نن ورځ د سعودي په وخت د ماښام په ۷ بجو د ملک فهد په لوبغالي کې د کږې کشتۍ سیالي تر سره کړي.

لیسي اوینز چې د دغې سیالۍ یوه ګډونواله وایي چې دا یوه ډیره تاریخي ورځ ده او دا ورته د لوی ویاړ خبره ده چې کولی شي په داسې هیواد کې دغه سیالي ترسره کړي چې په کې ښځې لا هم د ګڼو حقونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.

د کشتي کج نړیوال فدراسیون په یو ټویټ کې لیکلي چې دا به لومړی ځل وي چې سعودي کې دغه ډول سیالي تر سره کیږي.

دغه ډول غیږ نیونه چې په کشتي کج مشهوره ده، سره له دې چې د تاوتریخوالي ډکه لوبه ده، ډیری وخت د لوبې او تفریح لپاره تر سره کیږي.

په دې وروستیو کې سعودي عربستان د جنیست په اساس تبعیض ورکولو لپاره د کنسرتونو جوړولو، ښځو ته د موټر چلولو اجازې ورکولو او لوبغالو ته د ښځو په ورتګ بندیز لرې کولو په شان ګامونه اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG