د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې او مصر تر منځ د رفح پوله د زخمیانو او بهرنیانو پرمخ پرانیستل شوه


د ۲۸ هېوادونو پاسپورت لرونکي کسان په غزې کې بند پاتې وو.
د ۲۸ هېوادونو پاسپورت لرونکي کسان په غزې کې بند پاتې وو.

یو شمېر بهرني پاسپورت لرونکي کسان د چهارشنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم ۱۰) وروسته له هغه له غزې څخه ووتل چې مصر د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې، په لومړي ځل د رفح پوله د خلکو پر مخ پرانیستله.

د فرانس پرس د راپور په اساس، سمدستي دا څرګنده نه ده چې څومره خلک د رفح له لارې له غزې په وتلو بریالي شوي، خو ددغه ځای خپرې شوې ویډیوګانې او عکسونه د خلکو ګڼه ګوڼه ښيي چې د فلسطین په خوا کې د رفح دروازې ته روان دي.

که څه هم له مصر څخه غزې ته د سختې اړتیا وړ مرستو له ۲۰۰ څخه ډیرې لارۍ تېرې شوې، خو خلکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له ځپل شوې سیمې څخه وتښتي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۴۰۰ بهرنیان او دوه ګوني تابعیت لرونکي کسان تمه کیږي چې د چهارشنبې په ورځ له غزې څخه مصر ته اوښتي وي.

بهرني حکومتونه وايي، په غزه کې د ۴۴ مختلفو هیوادونو د پاسپورټونو لرونکي او همدارنګه د ملګرو ملتونو او نورو شاوخوا ۲۸ نړیوالو ادارو کارکوونکي په غزه کې ژوند کوي چیرې چې ۲.۴ میلیون خلکو د اکتوبر د اوومې د حماس د بریدونو په ځواب کې د تیرو دریو اونیو راهیسې د اسرائیل درندې بمبارۍ زغملې دي.

پر اسرائیل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې د برید په ځواب کې، چې د اسرائیل په تاریخ کې ترټولو بده پیښه وه چې ‍۱۴۰۰ کسان یې ووژل او ډیری یې ملکي وګړي وو، اسرائیل د حماس له خوا اداره کېدونکې غزې تړانګې باندې د خوراکي توکو اکمالات، اوبه او برېښنا بنده کړې ده او د دغه کوچنۍ ساحلي سیمې اوسېدونکي د اړینو موادو د کموالي له "ناورین" سره مخ دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې کې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیل په بمباریو کې تر ۸۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې دوه پر درېیمه یې ښځې او ماشومان دي.

د مصر امبولانسونه له غزې څخه د ور وړل شویو زخمیانو د لیږدولو دپاره د رفح سرحدي دروازې ته رسېدلي دي.
د مصر امبولانسونه له غزې څخه د ور وړل شویو زخمیانو د لیږدولو دپاره د رفح سرحدي دروازې ته رسېدلي دي.

په جلا توګه، مصر وویل چې د ۸۱ جدي ناروغانو یا ټپیانو لومړۍ ډلې ته به د چهارشنبې په ورځ د درملنې لپاره مصر ته د اوښتلو اجازه ورکړل شي. د مصر استخباراتي خدماتو ته نږدې تلویزیوني چینلونو د هغو امبولانسونو عکسونه او ویډیوګانې خبرې کړي چې د رفح دروازې ته روان دي.

فلسطیني سرچینو ویلي، دوی تمه لري چې ۸۸ کسان به د مصر روغتونونو ته د درملنې لپاره وړل کېږي.

د پولې د پرانستلو پریکړه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې اسرائیل په غزه کې د کډوالو په ترټولو لوی کمپ باندې برید وکړ، چیرې چې د روغتیا وزارت وویل، لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي.

پر جبالیه کمپ هوايي برید

حماس د چهارشنبې په ورځ وویل چې پر دغه کمپ په بمبارۍ کې د دریو بهرنیو پاسپورټ لرونکي په ګډون اوه یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

حماس د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل په ناڅاپي برید کې په سلګونو کسان یرغمل کړي دي.

د سه شنبې په ورځ د جبالیه په کمپ کې په لسګونو جسدونه ولیدل شول چیرې چې اسرائیل وویل د تونلونو په یوه شبکه یې په برید کې د حماس یو پوځي قوماندان وژلی دی.

د حماس پوځي څانګې په یو بیان کې ویلي: "د جبالیه په ډله ییزه وژنه کې اووه بندیان وژل شوي، چې دریو یې بهرني پاسپورټونه لرل."

د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د سه شنبې په ورځ د جبالیه په کمپ باندې برید په سختو ټکو غندلی او "پر بې دفاع ملکي وګړو د بې توپیره بریدونو" په خلاف یې خبرداری ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG