د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د مټرو بس ترانسپورټي کرښې د غځولو کار پېل شو


د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ښارونو کې منظم ښاري ترانسپوتي شبکه نشته دی
د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ښارونو کې منظم ښاري ترانسپوتي شبکه نشته دی

د کابل ښاروالي وایي، په دغه ښار کې نږدې پنځه میلونو ښاریانو ته د ورځني معیاري ترانسپورټي خدمتونو د برابرولو لپاره یې پریکړه کړې چې تر دریو کلونو به په کابل ښار کې د ۱۱۱ کیلو مټرو په اوږدوالي د مټرو بس ښاري ترانسپورتي کرښه جوړه کړي.

نن د دغې ترانسپورټي کرښې د جوړولو د کار لومړی پړاو د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو.

په پام کې ده چې په لومړي پړاو کې به د کابل ښار د سرای شمالي او بره کي د څلور لارې ترمنځ دا کرښه د یو کال په موده کې جوړه شي.

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیب زي نن د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم په کې حاضر وو، خبریالانو ته وویل چې د دې پروژې د کار بشپړیدل به درې کاله وخت واخلي.

ښاغلي حبیب زي وویل " د مټرو بس کرښه نن عملآ پرانیستل کیږي، نږدې یو کال وروسته به ترې ګټه اخیستل پیل شي او مونږ به د ۱۳۹۷ کال په لومړیو کې د مټرو بس د کرښې د فعالیت شاهدان وو، چې دا ټولو ښاریانو ته یو زیری دی".

که څه هم په کابل کې د ډاکټر نجیب الله د رژیم تر ړنګېدو وړاندې د ملي بس تصدۍ په نوم یوې دولتي غیرې انتفاعي ادارې په کابل کې خلکو ته د ورځنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره ترانسپورټي خدمات وړاندې کول، خو په ۱۹۹۲ کال کې په دغه ښار کې د پخوانیومجاهدینو د خپلمنځي جګړو له امله دا شبکه له منځه لاړه .

اوس د کابل په ګډون د افغانستان په اکثره ښارونو کې منظم ښاري ترانسپورټي خدمات نشته او خلک د خپلو ورځینو اړتیاو لپاره تر ډېره په کوچینو ښاري ټکسي موټرو باندې اتکا کوي.

په ښارونو کې د منظم ښاري ترانسپورټ نشتون د ګڼې ګوڼې د زیاتېدو سره هم مرسته کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم په خپله وینا کې د کابل ښاریانو د ستونزو د یادونې پروخت وویل که څه هم د رسمي شمېرنو له مخې د دغه ښار د اوسیدونکو شمیر ۴.۶ میلیونو او د غیرې رسمي شمیرنو له مخې شپږ میلیونو تنو ته رسیږي، خو د کابل ښار په ډېرو برخو کې خلکو ته د ښاروالۍ له خوا اساسي خدمات نه وړاندې کیږي.

ښاغلي دانش وویل " د ښار پرختیا او د نفوسو زیاتوالي اوفعالیتونو ته په پا ملرنې که چیرې د ښاروالۍ چارې او عواید په سمه مدیریت شي که ټولې ستونزې حل نه شي نو سترې ستونزې خو پرې حل کید لای شي".

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د چارو د ښه والي لپاره د کابل د سرپرست ښاروال څخه د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

هغه د کابل ښاروالۍ پر تشکیل له سره د غوراو معیاري کولواو په دغه اداره کې د فساد د مخنیوي لپاره په الکټرونیکي توګه د ښاروالۍ د عوایدو را ټولولو وړاندیز وکړ او هیله یې وښودله چې تر راتلونکو دوو کلونو د ښاروالانو د ټاکلو لپاره د ښاروالۍ ټاکنې ترسره شي.

کابل ښاروالي وایي چې په ورستیو میاشتوکې یې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او پخوا به چې د کابل له څلورو دروازو دوی هره ورځ د دوه سوو او درې سوو زرو افغانیو پورې عواید راټولول اوس دا اندازه له دوو میلیونو افغانیو څخه هم اوښتې ده.

خو د کابل ښاروالي دا مني چې هره ورځ د دغه ښار د کثافاتو نیمایي یې دا ښاروالي نه شي پاکولای.

کابل ښاروال وایي په پام کې لري چې د کابل ښار د پنځه ناحیو د پاکولو کار خصوصي شرکتونو ته وسپاري چې ورسره به د کابل ښار څخه د کثافاتو د اوچتولو کچه د کال تر پایه ۹۰ فیصدو ته پورته وخیژي.

په نننۍ غونډه کې د کابل په ښار کې د ۲۸۵ کیلو مټرو په اوږدو د سړکونو د پخولو لپاره د شرکتونو د خاوندانو سره ۱۶ تړونونه دهم لاسلیک شول.

ټاکل شوې د دغو سړکونو د پخولو کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG