د پاکستان لومړنی فضا نورد د چین فضایي سټیشن ته ورسید

د شنزو-۲۴ هوایي بیړۍ چې پاکستان او د چین فضا نوردان پکې سپاره دي، د چین د یوه فضایي مرکز څخه د فضا په لور روان شوي.
د شنزو-۲۴ هوایي بیړۍ چې پاکستان او د چین فضا نوردان پکې سپاره دي، د چین د یوه فضایي مرکز څخه د فضا په لور روان شوي.

د پاکستان او چین تر منځ د فضایي همکارۍ په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره یو پاکستانی فضا ته واستول شو. د پاکستان د هوایي ځواکونو پیلوټ، محمد ذیشان چارشنبه نومبر ۲۵ مه د چین سره د ګډ ماموریت په ترڅ کې د "تیانګونګ" فضایي سټیشن ته ورسید او پدې سره هغه لومړنی بهرنی فضا نورد شو چې دې سټیشن ته ځي.

د هغه سره دوه چینایي همکاران، تانګ هونګ بو د ماموریت مشر او وو یي، د الوتنې مشر د چین په لویدیځ کې د جیوچوان د فضایي مرکز څخه د "شنژو-۲۴" په فضایي بیړۍ کې روان شول او تر روانیدو نږدې شپږ ساعته وروسته د تیانګونګ فضایي سټیشن ته ورسیدل چې هلته د میشتو فضا نوردانو لخوا ورته هرکلی وویل شو.

د پاکستان دې پیلوټ چې ۴۰ کاله عمر لري، فضایي سټیشن ته تر سفر کولو وړاندې یې په چین کې په یوه روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې وه چې اوه میاشتې وخت یې نیولی و.

د پروګرام له مخې ټاکل شوې چې دی به پدې فضایي سټیشن کې لس ورځې تیرې کړي او په څو علمي آزمایښتونو کې به برخه واخلي. د ماموریت د پای ته رسیدو څخه وروسته به د خپلو دوو چینایي همکارانو سره د "شنژو-۲۴" په فضایي مرکز کې بیرته ښکته شي.

ذیشان د یوه چینایي تلویزیون سره په مرکې کې خوښي څرګنده کړې چې لومړنی بهرنی دی چې د چین دې فضایي سټیشن ته ورځي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا د خپل هیواد لپاره تاریخي لاسته راوړنه بللې ده او دا یې د اسلام آباد او بیجنګ تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا یوه نښه بللې ده.

شریف د ایکس په حساب کې لیکلي چې دا یوازې د یوه فضانورد سفر ندی بلکې د ۲۴۰ ملیونه پاکستانیانو سفر دی او زیاته یې کړه چې دا تاریخي شیبه د ټولو پاکستانیانو ده.

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري او د چین جمهور رئیس شي جینپینګ په بریالۍ توګه د دې سفر کیدو مبارکیانې ورکړیدي.

د پاکستان یو فضا نورد د لومړي ځل لپاره پداسې حال کې فضا ته سفر کوي چې افغانستان دا ډول یو ماموریت شاوخوا ۳۸ کاله وړاندې ترسره کړی.

د هند د انساني فضایي الوتنو مرکز د معلوماتو له مخې ، افغان فضا نورد، عبدالاحد مومند د ۱۹۸۸ میلادي کال د اګست په ۲۹ مې د پخواني شوروي اتحاد د "سایوز تي ام-۶ " فضایي ماموریت په ترڅ کې فضا ته ولاړ او پدې سره لومړنی افغان شو چې فضا ته یې سفر وکړ. ښاغلي مومند په فضا کې نږدې نهه ورځې تیرې کړلې.

​
XS
SM
MD
LG