د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې ۱۵ میاشتې وروسته بیا د ګوزڼ پیښه ثبت شوه


ګوزڼ وهلی ماشوم ۱۵ میاشتینی دی او د شمالي وزیرستان اوسیدونکی دی.
ګوزڼ وهلی ماشوم ۱۵ میاشتینی دی او د شمالي وزیرستان اوسیدونکی دی.

په پاکستان کې روغتیايي چارواکو شنبه اپریل ۲۳ (غوایي درېیمه) د شاوخوا ۱۵ میاشتو وروسته چې پدې هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو هیڅ پیښه نه وه شوې، د لومړي ځل لپاره مثبته پیښه ثبت کړله.

د حکومت په رسمي اعلان کې ویل شوي چې ګوزڼ وهلی ماشوم ۱۵ میاشتنی او د شمالي وزیرستان دی . د دې نوې پیښې پیدا کیدل د ګوزڼ پر ضد د پاکستان هڅو ته یوه ضربه ده.

د پاکستان د عامې روغتیا تر ټولو جګپوړي چارواکي عامر اشرف په اسلام آباد کې د پولیو ددې پیښې په هکله خبریالانو ته وویل، " دا له شک پرته د دې ماشوم او د هغه د کورنۍ لپاره یوه غمیزه ده او همدارنګه د پولیو د له منځه وړلو په هلو ځلو کې د پاکستان او ټولې نړۍ لپاره ناوړه خبر دی."

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس ماشومان شلوي. په پاکستان کې دې ویروس وروستۍ پیښه د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت کې ثبت شوې وه.

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پر ضد د پرله پسې واکسینونو له کبله د دې ویروس پیښې کمې شوي. سږ کال په افغانستان کې د دې ویروس یوازې یوه پیښه ثبت شوې پداسې حال کې چې تیر کال څلورې پېښې وې.

د پاکستان صدراعظم شبهاز شریف ویلي چې د دوشنبې په ورځ په هیواد کې د پولیو ویروس د له منځه وړلو د هلو ځلو د ارزولو لپاره عاجله غونډه کوي.

د ښاغلي شریف دفتر په ټویټر کې لیکلي، "په هیواد کې د پولیو د یوې پیښې په پیدا کیدو ژور اندیښمن یم. د پولیو له منځه وړل د پرله پسې هڅو یوه ستره کامیابي وه. د پولیو ډیر کار کوونکي پدې مبارزې کې ووژل شول. "

د ۱۹۹۰ تر لسیزې پورې د پولیو ویروس په پاکستان کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان فلج کول.

XS
SM
MD
LG