د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال دپولیو لومړنۍ پېښه په کونړ کې ثبت شوه


دا په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ لومړۍ پیښه ده چې د افغانستان دعامې روغتیا د وزارت له خوا تائید شوې ده
دا په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ لومړۍ پیښه ده چې د افغانستان دعامې روغتیا د وزارت له خوا تائید شوې ده

د عامې روغتیا وزارت کتلوي معافیت ریس ډاکټر سردار محمد پرویز امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پولیو وهلي ماشوم کورنۍ د ګونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د شلتن درې د څونو په غرنۍ سیمه کې ژوند کوي

د پرویر په وینا، له تېرو څو کلونو راهیسې د امینتي ستونزو له امله پدې سیمه کې د پولیو واکسین ندی تطبیق شوئ.

د کتلوي معافیت ریس وویل، دغه ماشوم درې ځل هغه مهال واکسین شوئ، چې له سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته تګ راتګ کړی وو.

ډاکټر پرویز وویل" دغه دوه نیم کلن هلکه ماشوم سلیمان نومیږي، چې د خپل عمر په موده کې یوازې دوه یا درې ځلې د واکسین ګرځنده ټیمونه لخوا د پولیو واکسین اخیستی دی".

روغتیایې چارواکي ویې، لا تر اوسه معلومه نه ده چې د پولیو وهلي ماشوم به څرنګه د پولیو په ویروس اخیستی دی، خو ددغه ماشومام لابراتوارې تر یو میاشت وروسته معلوم شول چې په پولیو .

دا په روان میلادی کال کې په افغانستان کي د پولیو لومړۍ مثبته پيښه ده.

په تېر میلادي کال په افغانستان د پولیو ۲۰ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

خو د افغانستان د عامې روغیتا وزرات وایي چې هوډیې کړی چې په روان میلادي کال کې به د پولیو د ویروس د ګرځیدو مخه ونیسي.

د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغۍ په کې شتون لري.

XS
SM
MD
LG