د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې وسله‌والو پنځه افغان انجینران تښتولي


د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت پنځه انجینران د تیرې پنج‌شنبې په ورځ د سړک د سروې کولو پرمهال د وسله‌والو له خوا وتښتول شول.
د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت پنځه انجینران د تیرې پنج‌شنبې په ورځ د سړک د سروې کولو پرمهال د وسله‌والو له خوا وتښتول شول.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پنځو تښتول شويو افغان انجينرانو د خلاصون په هکله يې هڅې پيل کړې دي، خو تردې مهاله يې کومه نتيجه په لاس نه ده راوړې.

دغه پنځه افغان انجينران چې د کليو پراختيا او بيارغونې له وزارت سره يې کار کاوه، تېره پنجشنبه په ياده ولسوالۍ کې داسې مهال تښتول شوي، چې د يوه سړک په سروې کولو لګيا وو.

د محمد اغې ولسوال محمد نصير وايي، دغو انجينرانو د محمداغې ولسوالۍ اړوند له سرخاب څخه د پُل کندهاري سيمې پورې د غځيدلې سړک سروې کوله، چې وسله والو کسانو تښتولي دي.

ولسوال وويل، چې انجينران له خپل موټر سره يوځای ددې ولسوالۍ د زرغون ښار سيمې ته تښتول شوي او هلته د وسله والو له لوري ساتل کېږي.

هغه زياته کړه، چې د دې برمته شويو انجينرانو د خلاصون لپاره يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب هلې ځلې پيل کړي او يو ځل يو شمېر قومي مشران ورغلي هم وو، خو کومې نتيجې ته نه دي رسيدلي.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح امريکاغږ ته وويل، چې تښتول شوو انجينرانو د سړک د سروې د ترسره کولو لپاره سيمې ته د ورتګ په اړه ولايتي چارواکو او يا ځايي امنيتي منسوبينو ته کوم خبر نه و ورکړی.

تر دې مهاله ددغو افغان انجينرانو د تښتونې مسووليت چا پرغاړه نه دی منلی، مګر د وسله والو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې دوی د عام المنفعه پروژو له کارکوونکو سره کومه ستونزه نه لري.

د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب او پل کندهاري ترمنځ د غځيدلي سړک د جوړېدو چارې شاوخوا دوې مياشتې مخکې پيل شوي، چې د لومړۍ سروې پرمهال يې د ماين په چاودنه کې ځينو امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG