د لاس رسي وړ اتصالات

چین خپلو هیوادوالو ته: ژر تر ژره د افغانستان څخه ووځئ  


د کابل په نوي ښار کې پر یو هوټل باندې د برید وروسته چې چینایان په کې اوسیدل، بیجینګ نن د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) د خپلو هیوادوالو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانستان څخه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین ددې وړاندیز دلیل په افغانستان کې امنیتي وضعیت وګاڼه. هغه وویل په کابل کې د تیرې ورځې په برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

د وسله والو بریدګرو د برید وروسته چې د عیني شاهدانو په وینا په چاودنو سره پیل شو، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد،‌ وویل چې پدې برید کې دوه بهرنیان پداسې حال کې ټپیان شول چې د پورتنیو پوړونو څخه یې کښته ټوپ کړی و.

د اسلامي دولت ډلې (داعش) په کابل کې د دوشنبې د ورځې د برید مسولیت منلی او د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې ادعا کړې چې د بریدکوونکو هدف «چینایي کمونستان او د طالبانو غړي» وو چې ددې ډلې د ادعا په اساس پدې پیښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې لیکلي چې په هوټل کې ټول موجود میلمانه ژغورل شوي او درې بریدګر وژل شوي دي. خو چين له افغان لوري غوښتنه کوي چې د چينايي وګړو په موندلو او ژغورلو کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي او په اړه یې هر اړخيزې پلټنې وکړي.

طالبان ادعا کوي چې د تیر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو راهیسې د هیواد امنیت ښه شوی دی، خو په تیر څه دپاسه یو کال کې په افغانستان کې په سلګونو بمي چاودنې او بریدونه شوي، چې د ډیرو د ترسره کولو ادعا د داعش-خراسان ډلې کړې ده.

وانګ وويل، د سفارت کارکوونکي د دوشنبې په ورځ د بريد ځای ته تللي وو چې د ژغورنې او درملنې له هڅو سره مرسته وکړي.

ښاغلي وانګ زیاته کړه چې بیجینګ د افغان امنیتي ځواکونو څخه مننه کوي چې "په فعاله توګه یې چینایي اتباعو ته رسیدګي کړې او د هغوی په ژغورلو کې یې برخه اخیستې".

تر پرونۍ حملې مخکې چین له طالبانو غوښتي وو چې په کابل کې د دوی سفارت امنیت ته زیاته پاملرنه وکړي.

امریکا هم پرونۍ حمله غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس ویلي، چې واشنګټن د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

تېره اونۍ د داعش خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د توغندي د لګېدو مسوولیت منلی و، چې په کې د سفارت یو ساتونکی ټپي شوی و.

دا رپوټ د رویترز او فرانس پرس اژانسونو د خبرونو په بنسټ جوړ شوی

XS
SM
MD
LG