د امریکا د کلوراډو په ایالت کې پولیس وايي د همجنسبازانو د نڅا په کلب کې په وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ نور ټپي شويدي.
دا برید د یکشنبې په شپه نومبر ۱۹ (لړم۲۸) د کلوراډو سپرینګ په سیمه کې شوی دی. د پولیسو یوې مشرې پمیلا کاسترو وویل چې برید د «کلب کیو» په نامه نایټ کلب کې دننه شوی دی.
نوموړې وویل چې پولیسو ته زنګ وهل شوی او د پېښې په اړه له خبرېدو سمدستې وروسته سیمې ته رسېدلي او یو کس، چې ګمان کېږي برید ګر دی، نیولی دی. مېرمن کاسترو وویل چې بریدګر هم ژوبل شوی.
د پولیسو دغې مشرې ونه ویل چې د برید انګیزه یې څه وه او دا چې بریدګر له کوم ډول وسلې څخه کار اخیستی دی.
دغه کلب په خپل فیسبوک پاڼې کې په یوې اعلامیې کې لیکلي دي: «د یو احمقانه برید له کبله غمژن شوي یو..... موږ د پولیسو له عاجل اقدام څخه چې بریدګر یې ونیوه او برید یې ختم کړ، مننه کوو».
د رویټرز خبري اژانس وايي چې له برید وروسته په سیمه کې د پولیسو موټرونه او امبولانسونه لیدل کېږي او کلب ته ورغلې لارې تړلې شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په امریکا کې د همجنسبازانو په نایټ کلب کې برید کېږي، تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د فلورېډا ایالت د اورلنډو په سیمه کې په یو نایټ کلب کې په برید کې ۴۹ تنه ووژل شول.
پولیسو دا بریدګر بیا په ډزو وواژه او هغه مهال دا په امریکا کې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېده.