د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د یوې نجلۍ په مړینې اعتراضونو کې ۵ تنه وژل شوي


د بشري حقونو ادارې وایي چې د ایران امنیتي ځواکونو مخامخ په خلکو ډزې کړي.
د بشري حقونو ادارې وایي چې د ایران امنیتي ځواکونو مخامخ په خلکو ډزې کړي.

د ایران د کردستان په ولایت کې دوشنبه سپټمبر ۱۹ (وږي۲۸) پنځه کسان هغه وخت ووژل شول چې امنیتي ځواکونو په هغو مظاهره چیانو ډزې وکړې چې د پولیسو په بند کې د یوې ځوانې نجلۍ د مړینې له کبله یې اعتراضونه کول.

د مهسا امیني په نامه ۲۲ کلنه پیغله چې د کردستان ولایت اوسیدونکې وه تیره اوونۍ په تهران کې د "اخلاقي امنیت پولیسو" لخوا تر نیول کیدو څو ساعته وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او دوه ورځې وروسته همالته مړه شوه.

د دې نجلۍ د مړینې له کبله د پایتخت تهران په ګډون د ایران په ګڼ شمیر ښارونو کې خلکو مظاهرې کړي.

په ایران کې د بشري حقونو یو سازمان په کردستان کې په مظاهره چیانو د امنیتي ځواکونو لخوا د ډزو په هکله په ټویټر کې لیکلي "امنیتي ځواکونو په مظاهره چیانو مخامخ ډزې وکړلې."

دې ادارې ویلي چې دا پنځه کسان د کردستان په دریو بیلو بیلو ښارونو کې وژل شوي خو دا یې ندي ويلي چې وژل شوي کسان میرمنې او که سړي و.

د رویټرز خبري اژانس په خپلواکه توګه د دې کسانو د وژل کیدو راپورونه ندي تائید کړي او ایران حکومتي چارواکو هم تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

خو د ایران دولتي خبري اژانس ارنا په یو راپور کې ویلي چې یوازې د ۷ ولایتونو په محدودو ښارونو کې خلکو مظاهرې کړي او پولیسو خورې ورې کړیدي.


په عین حال کې د ایران په دولتي تلویزیون کې ویلي چې شوي چې پولیسو یو شمیر مظاهره چیان نیولي او دوه ځوانان یې هم د ټپي کیدو په حال کې ښودلي چې په ټولنیزو شبکو کې په خپروو شویو ویډیوګانو کې ښودل شوي چې دا کسان په حقیقت کې وژل شویدي.

د ایران په لارو کوڅو کې پداسې حال کې د مهسا امنیتي په مړینې خلک لارو کوڅو ته راوتلي چې په ټویټر کې د #MahsaAmini هشټګ تقریباً ۲ ملیونه کرته یاد شوی.

په ایران کې پولیس وایي چې دغه نجلۍ د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته پداسې حال کې په ځمکه ولویده چې د نورو میرمنو سره یو ځای یې انتظار کاوه خو د هغې پلار ټینګار کوي چې لور یې هیڅ ډول روغتیایي ستونزه نه درلوده او دا هم وایي چې د لور سر یې شین اوښتی و.

د مهسا امنیي پلار د خپل لور په قتل کې پولیس ګرم بولي.

د ایران د نورو سیمو په پرتله تر ټولو شدیدې مظاهرې د کردستان په ولایت کې شوي. د بشري حقونو ادارې یوه ویډیو هم په ټویټر کې خپره کړې چې یو مظاهره چي چغې وهي " په دیواندرې کې جګړه ده." او په پولیسو یې هم تور پورې کړي چې په خلکو یې بریدونه کړي.

XS
SM
MD
LG