د لاس رسي وړ اتصالات

ونزویلا کې د نظامي الوتکې د لویدو په پیښې کې ۵ تنه وژل شوي


د الوتکې د لویدو علت تر اوسه ندی څرګند شوی.
د الوتکې د لویدو علت تر اوسه ندی څرګند شوی.

په ونزویلا کې چارواکي وایي د نظامي ځواکونو پنځه غړي یکشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) وروسته تر هغه ووژل شول چې د روزنې د ماموریت پر وخت یوه الوتکه ولویده.

د دفاع وزیر جنرال ولادمیر پادرینو لوپیز په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا نظامي الوتکه د هیواد په جنوب کې د امازوناس په ایالت کې د یوې نظامي اډې څخه ۳ کیلو مټره لیرې په ځمکې رالویدلې.
په اعلامیې کې ویل شوي چې په پیښې کې د څلورو کسانو مړي پیدا شوي او په پنځم پسې لټون روان دی.

د ونزویلا جمهور رئیس نکلواس مادورو د پیښې د ممکنه علت د معلومولو لپاره د پلټنو امر کړی. ښاغلي مادورو په اعلامیې کې همدرانګه ویلې چې په پیښې کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو سره ټولې لازمې مرستې وشي.


په عین حال کې د امازوناس د ایالت والي چې دا الوتکه پکې لویدلې، پخپل ایالت کې ماتم اعلان کړی او دا یې تائید کړې چې په الوتکې کې هیڅ سپور تن ژوندی ندی پاتې.

تر اوسه د الوتکې د لویدو علت ندی څرګند شوی.

XS
SM
MD
LG