د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه ایراني پلوي ملیشې په عراق کې په هوایي برید کې وژل شوي


د اسلامي مقاومت په نامه ډلې ویلي چې پنځه غړي یې امریکايي ځواکونو سره په جګړې کې وژل شوي.
د اسلامي مقاومت په نامه ډلې ویلي چې پنځه غړي یې امریکايي ځواکونو سره په جګړې کې وژل شوي.

په عراق کې امنیتي سرچینو ویلي چې لږ تر لږه پنځه ملیشې چې ایران یې تر شا ولاړ دی، ددې هیواد په شمال کې په هوایي برید کې وژل شوي.

سره لدې چې معلومه نده دا برید چا کړی خو تر دې وړاندې د عراق چارواکو پدې هیواد کې میشتو امریکایي ځواکونو ته پخپلې خاورې کې د دا شان بریدونو کولو پر ضد خبرداری ورکړی و.

د عراق د کرکوک په ولایت کې یو جګپوړي امنیتي چارواکي د نورو جزیاتو ورکولو پرته ویلي چې دا هوایي برید یوې داسې سیمې کې شوی چې د حشد الشعبي په نامه ملیشې پکې دیره دي.

دې ملیشو د اسلامي دولت یا داعش په خلاف جګړې کې د عراق امنیتي ځواکونو سره همکاري کوله چې وروسته یې غړي په پوځ کې شامل شول.

د عراق دفاع وزارت یو چارواکي هم ویلي چې د بې پیلوټې یا ډرون الوتکې برید د النجبا ډلې د عراق نیمه خپلواکې سیمې کردستان سرحد سره نږدې شوی.

دې چارواکي ویلي چې په برید کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپي شوي خو دا یې ندي ویلي چې برید چا کړی.

پولیسو هم په سیمې کې د ډرون الوتکې ټوټې پرچې میندلي دي.

ها خوا په عراق کې د اسلامي مقاومت په نامه ډلې چې د حشد الشعبي ملیشو سره تړاو لري یکشنبې ناوخته یې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پنځه غړي یې په عراق کې امریکایي ځواکونو سره په جګړې کې وژل شوي.

خو د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې په عراق کې دیره دي او د اسلامي دولت یا داعش ډلې خلاف جګړې کې د عراق امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي، د دې برید په هکله یې څه ندي ویل.

د امریکا دفاع وزارت هم تر اوسه په برید تبصره نده کړې.

خو تر دې وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ تیره میاشت په عراق کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو موټر وروسته تر هغه په نښه کړ چې په امریکایي ځواکونو د بالاستیک توغندي وار شول.
په عراق کې د دې برید څخه یوه ورځ وړاندې د دې هیواد صدراعظم محمد شعیه السوداني د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره په خبرو کې پخپلې خاورې کې دننه د هر ډول برید کید رد کړي و.

د عراق مشر پدې هیواد کې د میشتو نړیوالو ځواکونو او سلاکارانو د خوندیتوب لپاره هم د خپل هیواد تعهد څرګند کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG