د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د 'ترهګرو' په برید کې پنځه حکومتي سرتیري وژل شوي


په عراق کې چارواکي وایي د وسله والو په برید کې چې د صلاح الدین په ولایت کې یې د سرتیرو په یوې پوستې کړی، د یو افسر په ګډون څلور سرتیري وژل شویدي.

د عراق د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویلي چې دا افسر او څلور سرتیري هغه وخت ووژل شول چې د یوې "ترهګریزې حملې" د شنډولو لپاره تللي و.

سره لدې چې هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو د عراق دفاع وزارت یې ملامتي د اسلامي دولت یا داعش په ډلې اچولې.

یوي امنیتي سرچیني مطبوعاتو ته ویلي چې "داعش ترهګرو" د صلاح الدین ولایت د متیبیجا په کلي کې د پوځ په پوستې برید کړی، څلور سرتیري او د غنډ قوماندان یې وژلی".

دې سرچینې دا ندي ویلي چې د داعش په برید کې د عراق سرتیري ټپي شوي هم دي او که نه . سرچینې دا هم ندي ویلي چې په ډزو کې د داعش څومره غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې ګڼ شمیر سیمو نیولو وروسته خپل "خلافت" اعلان کړ خو په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په ملاتړ، عراقي ځواکونو دا ډله ماته کړله او په ۲۰۱۹ کال کې یې بیا په سوریې کې د کردي ځواکونو لخوا ماته وخوړله چې امریکا یې ملاتړ کاو.

سره له دې چې د داعش ډله په عراق او سوریې کې وځپل شوه او خلافت یې نسکور شو، پاتې شوي جګړه ماران یې لا هم دغلته فعال دي‌ او وخت ناوخت بریدونه کوي.
ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې یې خپور کړی، ویلي و چې اسلامي دولت یا داعش ډله په عراق او سوریې کې لا هم د ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې وسله وال ولري.

متحده ایالات په عراق کې تقریباً ۲۵۰۰ او په ګاونډي هیواد سوریې کې بیا نږدې ۹۰۰ سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي او د کردي ملیشو سره په ګډه نه پریږدې چې داعش پدې سیمې کې بیا سر راپورته کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG