د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې پنځه تنه په ډزو کې وژل شوي


د کاناډا په ټورنټو ښار کې امنیتي چارواکي وايي، د یکشنبې په ماښام دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) دغه ښار ته څېرمه د اپارتمانونو په یوې ودانۍ کې په ډزو کې پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سیمه ایزو پولیسو مشر جیم مکسوین خبریالانو ته وویل، مشکوک بریدګر هم له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

مشکوک بریدګر په یوازې سر عمل کړی او هویت یې ندی ښودل شوی. امنیتي چارواکي وايي، د برید د انګیزې په اړه پلټنه کوي او هڅه کوي معلومه کړي چې ایا ددغه مشکوک برید کوونکي او د پیښې د قربانیانو تر منځ اړیکه وه که نه.

پولیس چارواکي وايي، د پنځو تنو جسدونه د ودانۍ په مختلفو اپارتمانونو کې موندل شوي، چې د ټورنټو په ۳۰ کیلومترۍ کې د واګن په سیمه کې موقعیت لري.

په داسې حال کې چې په کاناډا کې د ګاونډي هېواد متحده ایالاتو په پرتله د تاوتریخوالي دا ډول پیښې لږې دي، خو پدې وروستیو کې یې شمېر زیات شوی او ددې لامل شوی چې د کاناډا حکومت په لاسي ټوپکونو باندې د بندیز لپاره قانون جوړ کړي.

په کاناډا کې د ډله ییزو بریدونو تر ټولو غټه پېښه د ۲۰۲۰ کال په اپریل کې وشوه کله چې د پولیسو په جامه کې یو بریدګر ددغه هېواد په ختیځ ولایت نووا سکوشیا کې ۲۲ کسان ووژل.

د روان کال په سپتمبر کې هم یو بریدګر د ساسکاچوان په ولایت کې ۱۱ کسان ووژل.

په کاناډا کې د وسلو پورې اړوند تاوتریخوالی په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ټولو جرمونو یوازې درې سلنه جوړوي، خو له ۲۰۰۹ راهیسې د تاوتریخوالي د داسې پېښو اندازه چې وسلې پکې کارول شوي، پنځه چنده زیاتې شوي دي.

کاناډا د نووا سکوشیا له پیښې وروسته، د ۲۰۲۰ په مۍ میاشت کې د ټوپکونو او پوځي وسلو په ۱۵۰۰ ډولونو باندې بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG