د لاس رسي وړ اتصالات

هرات ولایتي شورا غړي په ګډون پنځه سړي تښتونکي اعدام شول


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي دا پنځه تنه سړي تښتونکي نن د څرخي پله د زندان ګارنیزیون کې اعدام شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي دا پنځه تنه سړي تښتونکي نن د څرخي پله د زندان ګارنیزیون کې اعدام شوي دي.

د افغانستان د زندانونو لوی ریاست وايي د چهارشنبې په ورځ یې هغه پنځه تنه اعدام کړل چې د سړي تښتونکو په تور محکوم شوي وو.

دغه ریاست وايي دریو محکمو دغه پنځه کسان د "قتل په جرم د اعدام په مرګ محکوم کړي" وو او ولسمشر اشرف غني یې د مرګ حکم توشیح کړی و. دا پنځه واړه د هرات ولایت اوسیدونکي وو.

په دغو پنځو تنو اعدام شوو کسانو کې د هرات د ولایتي شورا یو غړی، چې د "جرم د ارتکاب پر وخت د دغې شورا غړی و" درلود، هم شامل دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زندانونو لوی رئیس عبدالحلیم کوهستاني امریکا غږ اشنا ته وویل چې حکم دکابل د څرخي پله په ګارنیزیون کې نن سهار پلی شو.

جنرال کوهستاني وویل "نن د سړي تښتونکو په یو پنځه کسیز بانډ باندې چې ټول د هرات په ولایت کې په قتل او د خلکو په زورولو کې لاس درلود، د دریو محکمو د حکم او د محترم جمهوررئیس د توشیح وروسته د عدلي او قضايي پلاوي او د مجرمانو د مدافع وکیل په مخ کې د څرخي پله په ګارنیزیون کې د اعدام حکم پلی شو".

د کورنیو چارو وزارت په خپله انټرنیټي پاڼه کې د دغو اعدام شوو پنځه تنو نومونه خپاره کړي دي.

د کورنیو وزارت د اعلامیې له مخې په دغو اعدام شوو پنځه تنو کې حاجي عسکر د محمد انور زوی، زلمی د عبدالغني زوی، عبدالظاهر د محمد یوسف زوی، فایق د یارمحمد زوی او تیمورشاه د حاجي عبدالله زوی شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پنځه تنه د سړي تښتونکو د یوې ډلې غړي وو، چې په هرات کې یې د نورو جرمونو سر بیره شاوخوا دوه کاله مخکې د یو ساختماني شرکت د خاوند محمد شاه ایماق زوی هم له تښتولو وروسته وژلی وو.

افغانستان په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د محکمو له خوا د اعدام سزا هم په کې تطبیق کیږي.

که څه هم اروپايي ټولنې له افغان حکومت د اعدام سزا ورکولو د مخنیوي غوښتنې کړي، خو لا هم په دې هیواد کې مجرمینو ته دا سزا ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG