د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي


(ارشیف)د ملکي تلفاتو په اړه د ملګروملتونو په وروستي راپور کې ویل شوي، چې د روان میلادي کال ۲۰۲۰ په دریو لومړیو میاشتو کې له ۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي.
(ارشیف)د ملکي تلفاتو په اړه د ملګروملتونو په وروستي راپور کې ویل شوي، چې د روان میلادي کال ۲۰۲۰ په دریو لومړیو میاشتو کې له ۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي.

د غزني ولایتي امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه اپریل ۲۹ ( غوايي ۱۰) د یوې کورنۍ پنځه غړي هغه مهال د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شول، چې د هغوی د سپرلۍ موټر د غزني ـ پکتیکا په لویه لار پر ماین وخوت.

د غزني ولایت د پولیسو ویاند احمد خان سیرت امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د یوې کورنۍ پنځه غړي په یو موټر کې د لوګر ولایت څخه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ته روان وو، چې د پکتیکا او غزني ترمنځ په لویه لار پرې ماین وچاودید.

ښاغلي سیرت وویل، چې په دې پیښه کې دوه ښځې، دوه سړي او یو ماشوم وژل شوي دي.

هغه وویل افغان امیتي ځواکونو د قربانیانو مړي غزني ښار ته انتقال کړي دي.

د غزني ولایتي چارواکو ادعا کړې، چې طالبانو دا افغان امنیتي ځواکونو ته په سړک کې ښخ کړی وو، خو طالبانو لا تراوسه د غزني ولایتي چارواکو ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو ورځو کې د غزني په ولایت کې د ماین په چاودنو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دې اونۍ په سر کې هم د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ څلور اوسیدونکي د ماین په چادونه کې وژل شوي وو.

د غزني د ولایت د حکومت د رسنیو دفتر وايي، په تیرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې دیارلس ملکي وګړي د ماین په چاودنو کې وژل شوي دي.

همداشان د دغه دفتر د معلوماتو پراساس په همدې موده کې شپږ افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي او نهه نورټپیان شوي دي.

په افغانستان کې ډیر ملکي تلفات د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې پيښیږي.

د ملګروملتونو د مر ستندویه دفتر " یوناما" د ملکي تلفاتو په اړه د ۲۰۲۰ میلادي کال د دریو لومړیو میاشتو په راپور کې ویل شوي، چې په دغه موده کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون څه باندې پنځه سوه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG