د لاس رسي وړ اتصالات

په دوو جلا پېښو کې د پاکستان پنځه سرتېري وژل شوي 


د پاکستان امنیتي‌سرتېري
د پاکستان امنیتي‌سرتېري

د پاکستان مقامات وايي د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې په دوو بېلابېلو پېښو کې یې پنځه سرتېري‌ وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي برخه وايي‌ چې سرتېرو د استخباراتي معلوماتو په اساس د بلوجستان ایالت د «توربت» په سیمه کې «له بهر څخه د تمویل کېدونکو تروریستانو» په ضد عملیات کړي‌ دي.

د پوځ په اعلامیې کې د دغو ترهګرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي‌.

پوځ وايي په دغو عملیاتو کې یې دوه سرتېري وژل شوي‌ او ترهګرو ته «درانه تلقات» اوښتي‌ دي.

وايي له همدې سره په تړلې یوې بلې پېښې کې یو بل سرتېری یې هغه وخت ووژل شو چې یو ښخ شوی ماین یې خنثی کاوه.

د همدې ورځ په پیل کې د بلوچستان د کوټې ښار په څنډو کې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې یو پولیس او شپږ ملکیان ژوبل شوي چې یوه ښځه ده.

یو پولیس چارواکي ویلي دي چې چاودیدونکي توکي په یو درول شوي‌ موټر سایکل کې ځای په ځای شوي‌ وو چې هدف یې پولیس وو.

تر دې دمه چا د دغې پېښې مسئولیت نه دی اخیستی. په بلوچستان کې اورپکي او بلوچ بیلتون غوښتونکي دواړه فعال دي.

د پاکستان امنیتي‌ مقامات وايي په یوه بله پېښه کې د خیبرپښتونخوا د باجوړ په ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین په چاودنې کې دوه پولیس وژل شوي ‌دي.

پولیس په ګزمه وو چې چاودنه پرې شوې ده. د داعش ډلې ددغه برید مسئولیت منلی دی.

دا پېښې داسې مهال کیږي‌ چې د پاکستان حکومت د افغانستان د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له پاکستاني طالبانو سره د یوې میاشتې اوربند کړی چې د نومبر په نهمه نېټه پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG